ستراتفور کامینتري:
په امریکا کی خپریدونکي ستراتفور کامینتري خپرونې په وروستۍ ګڼې کې "د افغانستان لپاره د نویو اقداماتو اړتیا" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او د پیل په کرښو کې یې راغلي:
د پاکستان د وسله والو ځواکونو لوی درستېز جنرال اشفاق کیاني د فبروري په دوهمې وویل، دا چې پاکستان غواړي افغانستان یې باید د ستراتیژي په زړه کې وي، د دې معنی نه لري چې پاکستان په افغانستان باندې د کنترول اراده لري.
د کیاني په نظر، که چیرې افغانستان سوله ایز، باثباته او دوست هېواد وي، نو پاکستان به د خپلې ستراتیژي عمق ته ورسیږي او دا ځکه چې هغه مهال به زموږ لویدیځه پوله امن وي.
ستراتفور د کیاني د خبرو په دوام کې لیکي، پاکستان نه غواړي چې افغانستان دې د طالبانو په واک کې وي. کوم شي چې موږ یې د خپل ځان لپاره نه خوښوو هغه د افغانستان لپاره هم نه غواړو.
د خپرونې په باور، دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د یوه جګ پوړي چارواکی له خولې دا ډول خبرې راوځي. دا په اصل کې د افغانستان په اړه د پاکستان په فکر کې یو ستر بدلون دی.
ستراتفور کامینتري وړاندې لیکی، پاکستان په ۱۹۹۰ لسېزی کی په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ سره بری حاصل کړ خو زیات دوام یې ونه کړ او په امریکا باندې د سپتمبر د ۱۱ مې تروریستي حملو وروسته پاکستان، په افغانستان کې خبل نفوذ له لاسه ورکړ.
پاکستان دا مهال بیا هڅه کوي چی خپل له لاسه تللی نفوذ راژوندی کړي. د خپرونې په باور، پاکستان دې مقصد ته د رسیدو لپاره باید چې په طالبانو باندې د خپل نفوذ او د تروریزم ضد جګړي کې د امریکا له متحده ایالاتو سره د اړیکو توازن وساتي. خو دا هم ثابته شوه چې دا اسانه کار نه دی او د پاکستان دې ډول سیاست پاکستاني طالبان وزیږول.
خپرونه د تحلیل په وروستیو کرښو کې لیکي، پاکستان په تېر وخت کې غوښتل چې افغانستان د طالبانو له خوا کنترول شي خو دا مهال یې دریځ بدل شوی او غواړی په افغانستان کې داسې یو پراخ بنسټه حکومت جوړ شي چې طالبان په کې هم ستره ونډه ولري.
انټرنشنل هیرالد تربیون:
انټرنشنل هیرالد تربیون ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د طالبانو په لیکو کې د افغانانو د جزبیدو د عواملو په اړه یوه مقاله لیکلي او په پیل کې یې په افغانستان کې د ایټالوي ځواکونو د قوماندان برید جنرال کارمیلو بورجیو خبره راخیستې چې وایي، دا غوره ده چې سړی له طالبانو سره یو ځای شي، ځکه چې هغوی زیاتي پیسې ورکوي.
ورځپاڼه لیکی، دا په شوخۍ یا کینایې کې د یوه تریخ حقیقت د څرګندولو نظر دی. د افغاني پولیسو د روزنې او تشکیل چارې سمې پر مخ نه ځي او حتی چارواکو هم منلې چې په راتلونکی کال کې د امریکایي ځواکونو د وتلو په صورت کې به افغانانو ته ډېره ګرانه وي چې خپل امنیت وساتي.
انټرنشنل هیرالد تربیون ورځپاڼه وړاندې لیکي، د افغانستان د پولیسو په هرو پنځو کسانو کې یو یې نشه یي مواد استعمالوي او په هرو لسو کسانو کې له یوه کس نه هم کم یې لیک لوست کولاي شي.
دا شمېر د افغانستان له هغې احصایي څخه ټیټ دی، چې وایي، د هېواد د نفوسو په سلو کې ۱۵ یې د لیک لوست له نعمت څخه برخمن دي.
ورځپاڼه زیاتوی، زیات شمېر پولیس حتی د موټرو نمبر پلیټونه هم نه شي لوستلای. په داسې یوه حالت کې د طالبانو رخنه او نفوذ د اندیښنې وړ مساله ده خو د پولیسو کمزوري تر هغې ستره اندیښنه ده.
ورځپاڼه لیکي، د پولیسو لیکو ته د جذب شويو کسانو په سلو کې پنځه، له اتو اونیو روزنې وروسته بیا هم د ټوپکو د ډزو یا نښان ویشتلو په ازموینې کي نه شي بریالي کیداي.
خو په همداسي یوه حالت کي ورته ټوپک او وسله ورکول کیږي او خدمت ته استول کیږي. دا هم د تعجب خبره نه ده چې د افغانستان پولیس د نورو امنیتی ارګانونو په نسبت زیات تلفات لري.
تېر کال ۶۴۶ پولیس وژل شوي وو په داسي حال کې چې د ملی پوځ ۲۸۲ او د ناتو ۳۸۸ عسکر په افغانستان کې وژل شوی دي.
د ورځپاڼې په باور، د پولیسو زیاته مرګ ژوبله، لږ معاش او د عصری وسلو نه درلودل د دي سبب کیږي چې زیات شمېر پولیس هر کال خپلې دندې پریږدي او په دی توګه به د افغانستان حکومت ونه شي کړای چې د امینتی ځواکونو ټاکلی شمېر یا حد پوره کړي.