په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګېدو لپاره د نړیوالو هلوځلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراخوالي خبرې وکړې.
له کتنې د مخه د ولسمشرکرزي ویاند وحید عمر خبریالانو ته وویل، چې افغان ولسمشر به له ملک عبداله څخه هیله وکړي چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې منځګړیتوب وکړي.
له دغې کتنې وروسته د سعودي عربستان یوه چارواکي، چې د خپل نوم د نه ښودلو په شرط یې خبري رسنیو ته خبرې کولې وویل، چې کرزي دغه وړاندیز ملک عبداله ته وړاندې کړ، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.
تېره اونۍ د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاد سعود ال فیصل د لندن په کنفرانس کې ویلي وو، چې سعودي عربستان به ترهغو پورې له طالبانو سره په خبرو کې ځان ښکېل نه کړي، چې دوی له اوسامه بن لادن او د هغه له القاعده تروریستي شبکې سره ټولې اړیکې شلولي نه وي.
سعودي عربستان له طالبانو سره خاصې اړیکې لري او یو له هغو درېیو هیوادونو څخه دی، چې د طالبانو واکمني یې په رسمیت پېژندلې وه.
افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې نه یواځې د بیارغونې په مساله کې د سعودي عربستان کلیدي رول ته سترګې په لاره دی، بلکه غواړې چې دا هېواد په افغانستان کې د ادارې جوړونې او له طالبانو سره د پخلاینې په پروسه کې هم خپل فعال رول ولوبوي.
افغان ولسمشر په افغانستان کې د امن د رواستو د هلوځلو په اړه د سعودي عربستان له اوکاز ورځپاڼې سره په مرکه کې، چې پرون چهارشنبه خپره شوه وویل، موږ په دې پوه یو چې په هېواد کې د ښه امن لپاره عاجله اړتیا ده، ځکه زموږ په باور له امنیت اوثبات پرته د پرمختګ کارونه نه شي ترسره کېدای.
د لندن په کنفرانس کې سعودي عربستان موافقه وکړه، چې د فبروي د میاشتې په پای که به له افغانستان سره د خلیج او نورومرستندویه هېوادونو دغونډې کوربه وي.
په پام کې وه، چې افغان ولسمشر پرون د اسلامي کنفرانس د سازمان له عمومي منشي سره وګوري او د دې سازمان له خوا د افغانستان د دیني عالمانو او د طالبانو د استازو په ګډون د یوه کنفرنس د جوړېدو پرلارو چاروخبرې وکړي. خو کرزي دغه کتنه لغوه کړه.
د اسلامي کنفرانس د سازمان یوه ویاند وویل، چې کرزي دغه غونډه ځکه لغو کړه، چې له پروګرام سره یې سرنه خوړ.
خو د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د اسلامي کنفرانس د سازمان یوه بل مقام پرون وویل، چې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې د دې لپاره فسخه شوې چې ولسمشر کرزي د خبرو په اجنډا کې یولړ ملاحظې لرلې.