د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۰

مولن: په افغانستان کې د طالبان نفوذ زیاتیږي


د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ادمیرال مایک مولنز او د دفاع وزیر رابرټ کېټس
د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ادمیرال مایک مولنز او د دفاع وزیر رابرټ کېټس
افغانستان ته د امریکایي اضافی سرتیرو د استولو په اړه ښاغلي مولن وویل، د بل هروخت په نسبت اوس شرایط ښه شوی او دا د کارونو پیل دی.

"په اوس وخت کی طالبان داسې فکر کوي چې بریالی کیږي. خو له نن څخه اتلس میاشتی وروسته که موږ خپله ستراتیژی سمه عملی کړو نو وبه وینو، چې هغوی ګټونکي نه دي او نه به هم بریالي شي."

ادمیرال مولن د امریکا د سنا پوځي کمیټی ته په خبرو کې وویل، تاسو ټول ډېر علاقمند یاست چې واورئ د جمهورریس اوباما ستراتیژی څنګه پرمخ ځي.

دغه ستراتیژي د ګواښونو د مخنیوي لپاره مناسبه ده او د ده په نظرد
دغې ستراتیژی هدف چې د افغانستان په خلکو او د القاعده پرماتې څرخي، نتایج به اغیزمن وي.

د امریکا د پوځي استخباراتو د ادارې مشر ډګر جنرال رانلډ برګېس وویل، امریکایي ځواکونه نن ورځ له هغو وسله والو سره په جګړه کې ښکیل دي، چې قدرت یې ورځ تربلې زیاتیږي.

هغه په دې برخه کې د افغانستان د حکومت ناتواني او په پاکستان کې د وسله والو د پټیدو ځایونو ته په اشاره وویل، چې وسله والو کسانو چې یووخت یې فعالیت ترډېره بریده د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې متمرکز و، اوس یې د فعالیت لمنه شمالي او لویدیځو ولایتونو ته هم غزولې ده.

هغه وویل که څه هم د افغانستان امنیتي ځواکونه ورځ تربلې پیلاوړي کیږي، خو نه په هغه سرعت چې د طالبانو وړتیا مخ په زیاتېدو ده.

د امریکا د استخباراتو د ملی د ادارې رییس ډېنس بلیر د امریکا د سنا د پوځی کمیټې په یوې بلې استماعیه غونډه کې وویل، طالبانو افغانستان ته د امریکایي نویو سرتیرو په رسېدو سره نوي تاکتیکونه خپل کړي دي.

د هغه په وینا وسله وال په افغانستان کې د فعالیت ساحه ورځ تربلې پراخوي او د افغانستان د ثبات لپاره یې خطر زیات کړی دی.

د امریکا د کانګرس د جمهوری غوښتونکو اکثرو غړیو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر د زیاتیدو لپاره د جمهوررییس اوباما له ستراتیژی څخه ملاتړ کړی، خو جمهوری غوښتونکی او دیموکراتان داوړه په افغانسان کې د پوځیانو او پولیسو د روزلو د پروسې د ګړندي کېدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې.

د ديموکرات ګوند سناتور ایوان بیه وویل، پوښته دا ده چې ایا افغانان کولای شي یا غواړي، چې په دې ساحه کې خپل رول ولوبوي؟ د هغه په وینا که د افغانستان تاریخ ته وکتل شي د دې هېواد تاریخ ډېر پیچیلی دی چې هغه په دې هېواد کې د بریالیتوب په اړه شکونه زیاتوي.

خو د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګېټس وایي، چې دی او ادمیرال مولن ډاډه دي چې په افغانستان کې به د امریکا نوې ستراتیژۍ بریالۍ شي. هغه وویل که د دغی ستراتیژي اغیزمنتوب د دوی لپاره د درک وړ نه وي نو په پټو سترګو به یې په دې لاره کې ګام نه وای ایښې.

د امریکا لوی درستیز وویل که انتقادونه پرځای وي ښه خبره ده، خو په اوس وخت کې پرحالاتو نهایي قضاوت کول به له وخت دمخه وي ځکه د هغه په وینا د نوي ستراتیژۍ په عملی کېدو سره چې چارې یې نوي پیل شوي په ډیرو سیمو کې افغانان د امنیت د ښه والی لپاره هیله من شوي دي.
XS
SM
MD
LG