د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

کرزي د افغانستان د ستونزې د حل کولو لپاره به لویه جرګه وروبولي


د بریتانیا صدراعظم ګورډن براون د افغانستان په باب د نړیوال کنفرانس په پرانستونې وینا کې وویل چې نړیوال ځواکونه به سږکال افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو په سپارلو پیل وکړي .ده وویل چې اوس د نړیوالو د همکارۍ لپاره د پرېکړې وخت دی چې له افغانانو سره مرسته وکړي چې د خپلو خلکو ساتنه وکړي او پر خپل هیواد حکومت وکړي .

د دې کنفرانس چې د اویا هیوادونو چارواکي پکې برخه لري ،د بحث یوه ترټولو مهمه موضوع له نړیوالو ځواکونو څخه افغان پوځیانو ته د امنیتي چارو تدریجي سپارنه ده .

براون کنفرانس ته وویل : د راتلونکي کال له نیمايي څخه موږ باید د سخت دریځو پرضد د جګړې موازینه د هغوی پرخلاف واړوو.

د لندن د کنفرانس په درشل کې پرون په بروکسل کې د ناټو پوځي مشراډمیرل ګیامپاولو دي پاولا وویل چې د روان میلادي کال ترپایه به د افغانستان په حالاتو کې د پام وړ بدلون راشي .

په دې کنفرانس کې د عادي طالبانود خپلولو په باب د ولسمشرکرزي پر پلان هم خبرې کېږي .براون د دې پلان ملاتړ وکړ او ویې ویل هغه طالبان چې د پخلاینې شرطونه نه مني ، د هغوی په وړاندې موږ له دې پرته بل لار نه لرو مګر دا چې د پوځي قوې یې وځپو.

ولسمشرکرزي د لندن کنفرانس ته په خپله وینا کې له سعودي عربستانه وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره دوامدار رول په غاړه واخلي .

ښاغلي کرزي وویل :«موږ هیله لرو چې اعلحضرت ملک عبدالله بن عبدالعزیزبه د سولې له پروسې سره د مرستې او لارښوونې لپاره دوامدار رول په غاړه ولري .»

کرزي وویل چې لویه جرګه به وروبولي چې په افغانستان کې پر پخلاینې خبرې وکړي .
XS
SM
MD
LG