د پاکستان د استخباراتو یو پخوانی جګ پوړی چارواکی چې د طالبانو د چارو ښه تجربه لري، وایي، که چیري نړۍ په ریښتیا هم غواړي چي طالبان نه یوازې د خبرو میز ته کینوي بلکې د میز تر شا یې کینوي او په دي کار کی زمونږ مرسته غواړي، نو مونږ دي کار ته تیار یو.
فایننشل ټایمز لیکي: په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو قوماندان جنرال سټینلې مککریستال هم ویلي چې د افغانستان د شخړې د ختمیدو لپاره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سیاسي تماس تر ټولو غوره لار ده.
ورځپاڼه لیکي: که څه هم چې زیات شمېر څیړونکو ته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د جګې سطحې خبرې له امکانه لرې بریښي خو د جنرال مککریستال دا وروستۍ څرګندونې د امریکا د پالیسۍ جوړونکو تر منځ یوه داسي روحیه غښتلي کوي چي له افغانستان څخه د رابرت ګیټس د وتلو د ستراتیژۍ په عملي کیدو کي د قدرت شراکت ممکن یوه ښه وسیله وي.
رابرت ګیتس ویلي، طالبان د افغانستان د سیاسي تنستي یوه برخه ده.
فایننشل ټایمز زیاتوي، په اسلام اباد کي د فیدرالي حکومت یوه وزیر د پاکستان دا اندیښنه غبرګه کړي چی وایی، په افغانستان کي د نور دیرشو زرو امریکایي عسکرو د ځاي په ځاي کیدو په صورت کي به زیات شمېر طالب وسله وال پاکستان ته واوړي.
د پاکستان د فیډرالي حکومت وزیر دغه راز وایي، مونږ پوهیږو چي طالبان په افغانانو کي زیات محبوبیت نلري او هیڅکله به هم د افغانستان په پارلمان کي اکثریت تر لاسه نه کړای شي خو د پاکستان په مرسته او یوازې د پاکستان په مرسته، د افغانستان سیاسي صحنې ته د طالبانو راوستل به د نورو امریکایي عسکرو په نسبت د افغانستان په ثبات کی زیاته مرسته وکړي.
فایننشل ټایمز لیکي: د افغانستان د سیاسي حل په اړوندنویوبحثونو کې د پاکستان په شاملولو سره ددي هیواد استخباراتو یا اي اس اي ته چي په ۱۹۹۰ لسیزې کي یي د طالبانو په رامنځ ته کولو کي ونډه اخیستي، دا فرصت برابریږي چي په سېمه کي د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په هدفونو کي خپل رول څرګند کړي او له واشنګټن څخه د زیاتو امتیازاتو غوښتنه وکړي.
د ورځپاڼې په باور، د پاکستان استخباراتي ادارې یا اي اس اي ته، د طالبانو د مشرتابه چي ګمان کیږي په پاکستان کي دېره دي، د ساتونکي او پالونکي په سترګه کتل کیږي.