د جرمني صدراعظمې پرون اعلان وکړ، چې دغه هېواد دافغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره افغانستان ته ۵۰۰ نور عسکر استوي.
جرمني اوس مهال په افغانستان کې۴۳۰۰ عسکر لري.
انګیلا میرکیل دا هم وویل، چې برلین له افغانستان سره خپلې مرستې دوه برابره زیاتوي، چې په راتلونکو درېیو کلونو کې به ۶۵۰ ملیونو ډالرو ته ورسیږي.
د جرمني صدراعظمې نن وویل، چې غواړي په افغانستان کې یو شفاف حکومت وویني او د اداری فساد په مخنیوی يې ټینګار وکړ.
دغه راز د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي خبري غونډې ته وویل، چې په دې خوشاله دی، چې د جرمني مشره له افغانستان سره د دغه هېواد مرستې په کوم مهالویش پورې نه بلکې په بریالیتوبونو پورې مرتبطې ګڼي:
"موږ د افغان ځواکونو د جوړولو په لوري یو ګډ سفر پیل کړی، چې باید تکمیل یې کړو. ترڅو دغه ځواکونه د افغان ولس د امنیت د برابرلو ظرفیت او توان پیدا کړي.
زه ډېر خوشاله یم، چې له میرمن صدراعظمی څخه مې واورېدل، چې د افغان ځواکونو روزنه داسې یو هدف دی، چې په کوم ټاکلي وخت او مهالوېش پورې نه بلکې په بریالیتوبونو پورې مرتبط دی."
د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي د لندن کنفرانس ته په لاره، چې سبا پیل کیږي په برلین کې تم شوی دی.