د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۱

افغان دولت د رشوت په اړه د ملګروملتونو خپور شوى راپور كره نه بولي


وحید عمر: د ملګرو ملتونو په ارګانونو کې هم فساد شتون لري
وحید عمر: د ملګرو ملتونو په ارګانونو کې هم فساد شتون لري

افغان حكومت دا مني، چې په هېواد كې اداري فساد زيات دى، خو د اندازې په اړه يې د دقيقې شميرې خپرول ناسم بولي. د ولسمشر كرزي وياند ازادي راډيو ته وويل، چې فكر نه كوي د رشوت وركولو په برخه كې د ملګروملتونو د سازمان وروستى خپورشوى راپور، چې په کې ویل شوي په تېرو ۱۲ میاشتو کې افغانانو دوه نیم ملیارده ډالره روشوت ورکړی د قوي اسنادو پربنسټ خپور شوى وي.

د افغانستان حكومت د ملګروملتونو د سازمان د هغه راپور په اړه چې وايي، افغانانو په تېرو دولسو مياشتو كې دوه نيم ميليارده ډالره رشوت وركړى وايي، چې ګمان نه كيږي په دې برخه كې كره او دقيق ارقام او اسناد موجود وي.

د افغانستان د جمهور رييس وياند وحيد عمر د چهار شنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو كې دا ومنله، چې په دې هيواد كې په دولتي اونړيوالو ادارو كې فساد شته خو ده څرګنده كړه، چې د نشه يې توكو او جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو د ادارې دغه راپور ډېر پرواقعيتونو نه دى ولاړ.

ښاغلي عمر وويل، چې د يو، ان، او، ډي، سي د ادارې له خوا د خپور شوې راپور له دې برخې سره موافق دى، چې په افغانستان كې د اداري فساد سطحه لوړه ده، خو دى وايي، چې بايد د مخنيوي لپاره يې افغان دولت او نړيواله ټولنه لازمه هڅه وكړي:

"اداري فساد هم د افغانستان په نظام كې موجود دى اوهم له دې هيواد سره د نړيوالو مرستوپه څرنګوالي كې، حتى اداري فساد د ملګروملتونو په ارګانونو كې هم شته، چې په وړاندې يې مبارزه د ټولو له لومړيتوبونو څخه بلل كيږي.

خو دا چې دوه اعشاريه څلور مليارده ډالره رشوت وركول شوى، ګمان نه كوم، چې په دې برخه كې اسناد او ارقام د شفافې پروسې او څيړنې له مخې وړاندې شوي وي، بياهم وايم چې ګمان نه كوم د دې لپاره كره اسناد موجود وي."

په عين حال كې د افغانستان د ماليې وزير ډاكټر عمرزاخيلوال وايي، چې د يو، ان، او، ډي، سي له خوا خپورى شوى راپور په كلكه ردوي او دا راپور د ده په خبره د شخصي شهرت لپاره خپور شوی دى.

دا څرګندونې وروسته ترهغې كيږي، چې يو، ان، او، ډي، سي يا د مخدروموادو او جرمونو په وړاندې د ملګروملتونو ادارې د افغانستان د دولسو ولايتونو په مركزونو كې په يو سلوشپيتو كلو كې له اوه زره شپږ سوو كسانو څخه پوښتنه كړې، چې نږدې شپيته فيصده يې د امنيت او بې روزګارۍ پرځاى له اداري فساد څخه شكايت كړى.

په دې راپور كې ويل شوي، چې د افغانستان د نفوس له نيمايي څخه زياته برخه په تيرو دولسو مياشتو كې يو وار په دولتي ادارو كې رشوت وركړى يا په بله معنى د يوه افغان كلنى عايد څلور سوه پنځه ويشت امريكايي ډالره دى، خو د دې سروې له مخې هر افغان په يوه كال كې يوسلو شپيته ډالره رشوت وركړی دى.

په وياناكې د نشه یي توکو او جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو د ادارې وياند والتر ديكمپ ازادي راډيو ته وويل، چې رشوت وركړل شوې پيسې په دې هيواد كې د نشه يي توکو له قاچاق څخه د ترلاسه شوو پيسو نيمايي اندازه جوړوي:

"كه چيرې دا دواړه شميرې يوځاى كړی شي نو ښكاري، چې رشوت او د نشه يي توکو ناقانونه كارو بار د افغانستان د ناخالص عايد نيمايي مولده برخه ده."

د ملګرو ملتونو په دې راپور كې ويل شوي، چې تر ټولو زيات رشوت ګمركاتو، پوليس، څارنوالۍ، قاضيان، ښاروالۍ او سياست پوهانو ته وركړل شوى اوغيردولتي موسسې هم په اداري فساد كې ښكيلې او ككړې دي.

د نشه يې توكيو او جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې د ادارې مشر انتهوني ماريا كوسټا له افغان دولت په خاص ډول له ولسمشركرزي څخه غوښتي، چې د اداري فساد د مخنيوي لپاره جدي او چټك اقدام وكړي او د اداري فساد په وړاندې د مبارزې اداره پياوړې او خپلواكه كړي.

ولسمشر كرزي د اداري فساد په وړاندې د ټينګې مبارزې ژمنه كړې او تمه ده، چې په دې اړه د لندن په ژرجوړېدونكي نړيوال كنفرانس كې هم خبرې اوځينې مهمې پرېكړې وشي.
XS
SM
MD
LG