د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۱

امریکا د طالبانو د جذبولو په باب د افغانستان د پلان ملاتړ وکړ


هولبروک
هولبروک

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارد هولبروک وايي چې د زرګونوطالبانو د جذبولو لپاره به د افغانستان د حکومت نوی پلان ترپخوانیو هڅو بد نه وي او واشنګټن د دې پروګرام ملاتړ کوي . اټکل کېږي چې د افغانستان حکومت روانه میاشت د دې پلان تفصیل اعلان کړي .دیپلوماتان د دې پلان په اړه وايي چې د هغه پراساس به د وسله والو طالبانو جنګیاليو ته کار، مسلکي زده کړې او اقتصادي انګېزې برابرې شي چې له جګړې لاس واخلي .

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي بې له دې چې د دې پلان جزییات په ډاګه کړي ، وویل :

«موږتیار یو چې د دې پلان ملاتړ وکړو.»

په دې پلان تېره اوونۍ د دوبۍ په غونډه کې هم ، چې ښاغلي هولبروک پکې ګډون درلود، خبرې شوې وې .

هولبروک په کابل کې خبریالانو ته وویل : ده په دې هکله د شنبې په ورځ له ولسمشرکرزي سره خبرې وکړې او د ده په باور دا ښه پلان دی .

رویټرز خبري اژانس وايی چې له طالبانو سره د پخلاینې لپاره مخکینۍ هلې ځلې د دې لپاره ناکامې شوې دي چې په هغو کې نه د طالبانو مصونیت ته پام شوی وو او نه یې اقتصادي امتیازونه په نظر کې نیولي ول .

دا نوی پروګرام په داسې وخت کې مطرح کېږي چې له ۲۰۰۱ کال راپه دې خوا طالبان تربل هروخت په غښتلي دریځ کې دي او ګومان کېږي چې په جګړه کې شامل طالبان به د بري په فکر کې وي نو ښايي لېواله نه وي چې د امتیازونو په بدل کې وسله پرمځکه کښېږدي .

خو ریچارد هولبروک وايي چې دا پلان به متفاوت وي .که څه هم هغه توضیح نه کړه چې توپیر به یې څه وي خو ویې ویل چې د دغو هلوځلو نتیجه به ترتېرو هغو بده نه وي .
XS
SM
MD
LG