د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۶

سې شنبه د مرغومي ۲۲ مه


د برګرام زندان
د برګرام زندان
راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې په لندن كې د افغانستان په اړه د جوړيدونكې غونډې په درشل كې افغان دولت ته دا سپارښتنه كړې، چې په هېواد كې د بهرنيو ځواكونو د قانومند كولو د مسالې پورته كول بايد هير نه كړي.

په ورځپاڼه كې افغان امنيتي ځواكونو ته د بګرام د زندان د سپارلو په موضوع هم بحث شوی او د دفاع د وزارت د وياند په حواله ليكل شوي، چې دى زندان د افغانستان ملي حاكميت تر پوښتنې لاندې وړی وو.

خو ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې ليكلي، چې يوازې د بګرام زندان په سپارلو سره نه بلكه ملي حاكميت يوازې هغه وخت ترلاسه كيداى شي، چې په افغانستان كې د ميشتو بهرنيو ځواكونو حضور قانوني او د هغوى فعاليتونو ته يو قانوني چوكاټ جوړ شي.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې د هغې غونډې خبر وركړی، چې د ولسمشر كرزي په مشرۍ د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه جوړه شوې وه.

ورځپاڼې د دى غونډې په حواله دا هم ليكلي، چې د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په اړه پورته شوي شكايتونه د افغانستان د سترې محكمې له خوا وڅيړل شي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې هم په همدغې مسالې بحث شوی او ليكل شوي، چې له مسایلو سره بايد د ملي ګټو په پام كې ساتلو سره چلند وشي.

په ورځپاڼه كې د لندن له غونډې نه د افغانانو هيلې او توقعات څيړل شوي او ليكل شوي، چې په دې غونډه كې په افغانستان كې دې د روغې او جوړې بهير ته هم بايد زياته پاملرنه وشي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د لندن غونډه د ولسمشر كرزي او د لويديځو دولتونو ترمنځ د پيچلو اړيكو لپاره د غوره بنسټونو د جوړولو يوه ښه موقع بللې.

ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې په افغانستان كې د يوى وروستۍ نظر پوښتنې پايلې خپرې كړي او په غټو ټكو سره يې ليكلي، چې په افغانانو كې د خپلې راتلونكې په اړه هيلې زياتې شوي.

د ورځپاڼې په وينا په سلو كې اويا خلك په دې باور دي، چې هېواد په سم لور روان دې او په سلو كې دوه اويا خلكو د ولسمشر كرزي له ادارې نه خپل رضايت ښودلې.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د حضور په اړه هم يو مطلب خپور شوی او د بريتانيى د پوځ د لوى درستيز په حواله ليكل شوي، چې تر پنځو نورو كلونو پورې دى حضور ته اړتيا ده.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې په ولسي جرګه كې نومانده وزيرانو ته د باور راى د وركولو په بهير بحث كړې او د حكومت او ملي شورا دريځونو ته يې په اشارې پوښتلي دي، چې دا تقابل دی او كه معامله؟

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا په ولسي جرګه كې د باور راى د وركولو په بهير انتقاد كړی او ليكلي، چې د ملي شورا فلتر نيمګړتياوې لري.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې موجوده ستونزې هم څيړل شوي او په دې ترڅ كې د بهرنيو ځواكونو زياتول او د افغان امنيتي ځواكونو روزل له شتو ګواښو سره د مقابلې لپاره ضروري بلل شوي دي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره شوي دي.

انيس په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د جنګ د لګښتونو د لوړيدو لاملونه څيړلي او ليكلي، چې په افغانستان كې د ميشتو بهرنيو ځواكونو اكمالات د جنګي لګښتونو د زياتېدو اصلي علت دی.

خو اصلاح بيا هم په خپله سرمقاله كې په دې ټينګار كړی دی، چې په افغانستان كې د امن او امان د ټينګښت لپاره دا لازمي ده، چې ترورزم د هغې په اصلي ځالو كې وځپلې شي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې افغان حكومت ته د بګرام د زندان د سپارلو په پرېكړې تبصره كړې او هغه يې په افغانستان كې د ټولو هغو زندانانو پيلامه بللې، چې د بهرنيو له خوا اداره كيږي.

ورځپاڼې په دوام كې د هغو زندانونو حالت هم د انديښنې وړ بللې، چې د افغان دولت له خوا اداره كيږي او په دې ترڅ كې نړيواله ټولنه هڅولې، چې له عدليې وزارت سره مرسته وكړي، چې په زندانونو كې ښه شرايط برابر كړي.

ورځپاڼې په خپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د اداري فساد پر ضد روانه مبارزه انځور كړی او په كې خلك هڅول شوي، چې د دې پديدې پر ضد خپلو هڅو ته دوام وركړي.
XS
SM
MD
LG