د افغان دولت ځينو نورو ادارو هم ويلي دي، چې په لندن كې د افغانستان په اړه جوړيدونكي نړيوال كنفرانس ته په بېلابېلو برخو كې خپلې طرحې لري.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي په كابل كې په يوه خبري غونډه كې د لندن له كنفرانس نه د دغه وزارت غوښتنې داسې په ګوته كړې:
"یو: د ملكي تلفاتو او نورو ستونزو لكه، خپلسرې نيونې او د كورونو پلټل او ناوړه چلند مخنيوى. دويم: په افغانستان كې د امنيت د پروسې افغاني كيدل. درېيم: له افغانستانه بهر د ترهګرو د توليد، تمويل او ترويج پر مركزونو فشار راوړل. څلورم: د ترهګرۍ پرضد مبارزې لپاره زموږ او د ګاونډيانو ترمنځ پوځي او سيمه يېزه همكاري. پنځم: له ملي اردو نه د نړيوالې ټولنې اوږدمهالى ملاتړ."
د دفاع وزارت وياند زياته كړه، له ملي اردو نه اوږدمهالى ملاتړ په دې معنى، چې په ناټو سازمان كې دې د راتلونكو شلو كلونو لپاره د افغان ملي اردو د تمويلولو په هدف يو صندق جوړ شي.
هغه وويل، دا وړانديز يې په لتوانيا كې د ناټو سازمان د غړيو هېوادونو د دفاع وزيرانو په غونډه كې هم كړى و.
د عظيمي په وينا په دې توګه به هم افغانان د خپلې اردو د تمويل په اړه ډاډمن شي او هم به دا مساله پر ګانډيو هېوادونو خپل اغيز ولري.
پخوا تر دې د افغانستان جمهور ریيس هم ويلي و، چې د افغانستان ملي اردو به تر راتلونكو پنځلسو او شلو كلونو پورې د نړيوالو مالي مرستې ته اړتيا ولري.
افغان چارواكي وايي، چې د لندن په كنفرانس كې به په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو په پوځي عملياتو كې د ملكي مرګ ژوبلې په مسالې هم هر اړخېزې خبرې وشي.
د ولسي جرګې رييس يونس قانوني هم د دغې جرګې په عمومي غونډه كې وويل، جمهور ریيس ژمنه كړې، چې دا مساله به د لندن په كنفرانس كې مطرح كوي:
"اوس چې د لندن كفنرانس ته ځو او هلته ټوله نړۍ راټوليږي د افغان هيات له خوا به يو وړانديز دا وي، چې د دې ستونزې مخنيوى دې وشي.
دا له موږ سره د جمهور ریيس كلكه ژمنه وه، هلته ټول وكيلان، چې حاضر و هم په دې ټينګار كاوه چې د ملكي تلفاتو د مخنيوي لپاره بايد يو څه وشي."
د روانې ميلادي مياشتې په اته ويشتمه نيټه د لندن نړيوالې كفرانس ته په داسې حال كې چمتوالۍ نيول كيږي، چې نړيوالې ټولنې پر افغانستان غږ كړى، چې په راتلونكې كې زيات مسووليتونه پر غاړه واخلي په ځانګړې توګه د امنيت په برخه كې.
افغان چارواكو هم ويلي دي، چې دې نړيوال كنفرانس ته له مشخصو طرحو سره ورځي او له مرسته كوونكي هېوادونو څخه د غوڅو پرېكړو تمه لري.