د بريتانيا د محافظه كاره مخالف ګوند د سياسي چارو مسول او د پارلمان غړي د افغانستان د بهرنيو چارو د سرپرست وزيرسره په كتنه كې له دې هېواد سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار وكړ.
ويليم هيګ د جمعې په ورځ د افغانستان د بهرنيوچارو له وزيرسره وكتل او تر دې وروسته يي ژورنالستانو ته په خپلو لنډو خبرو كې داسې وويل:
"موږ د لندن د كانفرانس لپاره په چمتوالي باندې خبرې وكړې. د بريتانيا حكومت او په بريتانيا كې محافظه كار مخالف ګوند هيله لري، چې د لندن په كانفرانس كې نړېوال د افغانستان د حكومت د زياتو وړانديزونو ملاتړ وكړي. او كه موږ په بريتانيا كې عمومي انتخابات وګټل نو د افغانستان له حكومت سره كار كول به زموږ له لومړيتوبونو څخه وي."
د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير له دغه بریتانوي پلاوي سره خپلې خبرې مثبتې و ارزولې او ورسره يي ژمنه وكړه، چې د بريتانيا حكومت او خلك به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام وركړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير ډاكټر رنګين دادفرسپنتا په دې اړه داسې وويل:
"له دغه پلاوي سره مود افغانستان پر مسلو، انتخاباتو، د لندن پركانفرانس او په داسې يو شمېر نورو مسلو باندې خبرې وكړې، دوي ژمنه وكړه چې له افغانستان سره د بريتانيا ژمنې يواځې د بريتانيا د حكومت نه بلكې د بريتانيا د خلكو او دولت هم دي. او بريتانيا به له افغانانو سره همداسې ولاړه وي."
له افغانستان سره د بريتانيا د محافظه كاره ګوند له خوا د مرستو دغه ژمنې په داسې حال كې وشوی، چې څو مياشتې وروسته به په بريتانيا كې انتخابات ترسره شي او ځيني سياسي څيړونكي وايي، چې زيات داسې ښكاري دا ځل به په انتخاباتو كې محافظه كاره ګوند زيات برلاسي وي.
بريتانيا له افغانستان سره يو له هغو سترو مرستندوېه هېوادونو څخه دی، چې دې هېواد ته د زروګونو سرتېرو د ليږولو ترڅنګ د افغانستان د بيارغاونې په ډګر كې هم پراخه ونډه لري.
مجاهد جواد .