د اريانا افغان هوايي شركت مسوولين وايي، دوى هڅه كوي چې دا شركت د يوه كال په موده كې د دې وړشي، چې له تورلیست څخه ر اووځي او الوتکې يې اروپايي هېوادونو ته په ازاده توګه سفر وكړي.
د ارياناافغان هوايي شركت رييس كپتان محمد معين وردك وويل، دې شركت په لږه موده كې خپلې تخنيكي، مسلكي او اداري نيمګړتياوې له مینځه وړي او دا باور يې پيدا كړى دى، چې په نړيوالو هوايي ليكو پروازونه وكړي:
"موږ اوس اروپایي هېوادو ته سفرونه لرو، لکه فرانکفورت، استانبول، انقرې، مسکو، چين، تاجکستان، هند، عربستان، دوبۍ، مشهد، تهران او دغه ټولو ته پروازونه لرو او کوښښ کوو، چې په دې نوي کال کې نورو هېوادو ته پروازونه ولرو."
دا شركت دا هم وايي، سږكال يې، په نولس ميليونه ډالره له تركيې څخه دوه الوتکې اخيستي، چې دا شركت يې تر ډېره حده په پښو درولى دى.
د اريانا افغان هوايي شركت رييس دا تورونه هم رد كړل، چې ګواكې دا شركت له كورنيو او بهرنيو موسسو څخه په ميليونونو ډالره پوروړى دى
"پخوا یوازې (داوي ایل) دعوا کوله چې ګواکې د اریانا افغان هوايي شرکت له دوی څخه څو میلونه ډالره پوروړی دی. یو پلاوي دا قضیه څېړلې او فیصله پر دې شوې، چې د (داوي ایل) شرکت باید ۲۹ میلونه ډالره اریانا افغان هوايي شرکت ته ورکړي.
زه چې کله دلته راغلم یوه دعوا مو درلوده، هغه سړي ۱۱ میلونه ډالره، یوه الوتکه او ځيني نور شیان وړي وو، بیا فیصله پر دې وشوله، چې پر ۲،۲ میلونه ډالره دغه دعوا لغوه شي."
د اريانا افغان هوايي شركت له پنځه پنځوس كالو راهيسى فعاليت كوي. خو اوس يې ترڅنګ څو نور خصوصي هوايي شركتونه هم شته، چې يو لړكورني او بهرني پروازونه ترسره كوي.
سره له دې، چې د دې شركت مسوول په خپلو اجرااتو راضي ښكاري، خو ځيني خلك وايي، اوس هم د دې شركت طيارې لازمې اسانيتاوې نه لري او كله كله د دوى بكسونه او سامانو ځيني وركيږي.
خو د اريانا افغان هوايي شركت مسوول د مساپرو د سامان وركېدل، ردوي.