اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې په يو مطلب كې په افغانستان كې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه روانو بحثونو ته په اشارې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې په دغو انتخاباتو كې به درغلي و نه زغملې شي.
ورځپاڼې د بان كي مون د وينا دا ټكي هم راخیستي، كه چېرې هغه نيمګړتياوې لرې نه شي، چې د تېر كال په انتخاباتو كې موجودې وې نو ملګري ملتونه نه شي كولې له دغو انتخاباتو ملاتړ وكړي.
د ورځپاڼې په بل مطلب كې له افغانستان څخه د جرمني د ځواكونو د وتلو په امكان بحث شوې او د دغه هېواد د يوې ورځپاڼې په حواله ليكل شوي، چې په جرمني كې داسې نظريات هم موجود دي، چې په دې اړه د ځانګړو پروګرامونو طرحه كول غواړي.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د بې وزلو ماشومانو حالت څيړلې او دولت ته يي سپارښتنه كړې، چې دوي ته د ښه روزنې د امكاناتو په برابرولو سره د سبا ورځې د ناورين مخه ونيسي.
هېواد:
دې دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې په ستونزې بحث كړې او له يو شمېر كارپوهانو سره د ولسمشر كرزي پرونۍ غونډې ته په اشارې ليكلي، چې افغان دولت به دا مسئله په جدي توګه د لندن په غونډه كې پورته كړي.
ورځپاڼې په دوام كې له نړېوالې ټولنې غوښتي، چې په خپلو تګ لارو كې دې بدلون راولي او د عامه خلكو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره دې د افغان دولت وړانديزونه ومني.
په ورځپاڼه كې دا هم ليكل شوي، چې د افغانستان ولسي جرګه د ولسمشر له حكم سره سم د را روانې شنبې په ورځ نومانده وزيرانو ته د باور رايي د وركولو لپاره خپلې غونډې بيا پيلوي.
په ورځپاڼه كې د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په اړه روانو ناندرېو ته هم كتنه شوې او پوښتل شوي، چې د هغې پايلې به له څه ډول برخه ليك سره مخ شي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په افغانستان كې شتو امنيتي ستونزو ته په اشارې د ملګروملتونو د عمومي منشي دا وړانديز راخستې، چې په افغانستان كې د نړېوالې ټولنې د همغږي كولو لپاره بايد يو نوى چوكاټ جوړ شي.
ورځپاڼې په دوام كې د بان كي مون په حواله ليكلي، چې په افغانستان كې امنيتي وضع خرابه شوې او داسې ګواښونه موجود دي، چې د امنيت د ټينګولو لپاره د نړېوالې ټولنې هڅې له منځه وړلې شي.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د بان كي مون دې څرګندونو ته په اشارې ليكلي، چې دا اوس د ملګرو ملتونو مسؤليت دې، چې په افغانستان د نړېوالې ټولنې لارښوونه وكړي.
ورځپاڼې بيا په يو جلا مطلب كې د ایټاليا دا وړانديز راخیستې، چې په افغانستان كې د حالاتو د ښه كنټرول لپاره بايد د اروپا يو واحد پوځ جوړ شي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې كړي دي.
انيس هم په خپله سرمقاله كې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وروستيو څرګندونو ته په د افغان دولت او نړېوالې ټولنې ترمنځ په همغږۍ ټينګار كړې او ليكلي، چې دا نه يوازې د شتو ستونزو د حل غوره لار بلكه د نړېوالې ټولنې ستره ژمنه ده، چې بايد جدي پاملرنه ورته وشي.
خو اصلاح بيا په ولسي جرګه كې نومانده وزيرانو ته د باور رايي د وركولو په بهير بحث كړې او په عينې حال كې د خلكو استازو ته سپارښتنه كړې، چې د ولسمشر كرزي له فرمان سره سم دې خپلې ژمني رخصتۍ وځنډوي او دا بهير دې بشپړ كړي.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو څيړنيز مطلب كې په ولسي جرګه كې د افغان حكومت له نوى كابينې سره په شوي چلند تبصره كړې او ليكلي، چې د اوولسو وزيرانو ردول د ولسي جرګې جديت نه ښۍ.
دې ورځپاڼې هم په افغانستان كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې ستونزې ته كتنه كړې او ليكلي، چې پدې برخه كې د افغان دولت له خوا كيدونكې اعتراضونه بايد لا په لوړ غږ پورته شي، څو د بې ګناه خلكو د وژنې مخه ونيولې شي.
په ورځپاڼه كې د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په سر روانو لانجو ته هم كتنه شوې او د انتخاباتي شكايتونو د كمسيون د يو غړي په حواله ليكل شوي، چې د انتخاباتو خپلواك كمسيون بايد نتايج ژر تر ژره اعلان كړي.