د افغانستان بانك چارواكي وايي د دې لپاره، چې د هېواد اقتصاد د نړۍ د ګڼو هېوادونو له اقتصاد سره سيالې ته جوګه شي بايد حكومت د اقتصادي پياوړتيا په برخه كې ژور اصلاحات راوړي.
د افغانستان بانك ريس عبدالقديرفطرت، چې د يكشنبې په ورځ په كابل كې له خبريالانو سره خبرې كولې وويل، د نړېوال بانك د هغه كلنې راپور له مخې، چې په كې د نړۍ د يوسلو درې اتيا هېوادونو اقتصاد پرتله كيږي.
افغانستان په ۲۰۱۰ میلادي كال كې پرمختګ كړی او يو سلو شپيتم ځاې خپل كړې. ښاغلي فطرت زياته كړه، په دغه نړېوال راپور كې د اقتصادي چارو لس څانګې سره پرتله كيږي، چې په دې كې د سوداګريزې راكړې وركړې پيل، د ساختمانۍ د جواز د اخیستلو پر پړاوونه، د كاركونكو ګمارل، د املاكونو ثبت، اعتبار موندل، د پانګوالو خونديتوب، د مالياتو وركول، په بندرونو او پولو كې سوداګريزې اسانتياوې، د تړونو پلي كول او د سوداګري بندول شامل دي.
د افغانستان بانك ريس وويل، په دغو لسو څانګو كې افغانستان د وړو پورونو يا اعتبار موندولو، املاكونو او د سوداګرۍ د ثبث يا پيلولو په برخه كې د پام وړ پرمختګ كړې، چې له دې پرمختګ سره د درې پنځوس هېوادونو څخه مخكې شوی دی.
خو ده وويل په پاتې نورو اوو برخو كې افغانستان د پرمختګ پرځای ځينې وخت په شاتګ كړې او په دې برخه كې بايد دولت جدي پاملرنه وكړي.
ده زياته كړه په هغه څه كې چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ له ګواښ سره مخ كيږي هغه په دې هيواد كې نا امني او د پانګوالو نه خونديتوب دې.
خو دې وايي، په هرحال هڅه كوي چې اقتصادي اصلاحاتو ته وده وركړي ده د دې هڅو په لړ كې وويل، له دې وروسته به په ټول افغانستان كې د افغانيو د زړو نوټونو تبادله هم وشي:
"خلک د باید خپل زړې افغانۍ بانکونو ته ورکړي او د هغه په بدل کې د نوی افغانۍ واخلي."
كه څه هم په افغانستان كې د ازاد بازاراقتصاد نوی تجربه ده او په دې ورستېو كلنو كې نړۍ له سخت اقتصادي بهران سره هم مخ شوی، خو د اقتصادي چارو د كارپوهانو په اند افغانستان په لږه موده كې وتوانيد، چې د اقتصاد په ډګر كې د سيمې له هېوادونو سره د سيالۍ جوګه شي.
دوي وايي، كه په افغانستان كې پانګوال خوندي وي او اقتصادي چارو كې اصلاحات پلي شي نو دا هېواد به د اقتصاد له پلوه په سيمه كې ځانګړې ځاې ولري.