د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۴

افغان ځوانان: دوى ته په حكومتي پوسټونو كې خپل حق نه دې وركړل شوې


راټولو شوېو ځوانانو وويل، چې په افغانستان كې تر ټولو زياته قرباني ځوانان وركوي
راټولو شوېو ځوانانو وويل، چې په افغانستان كې تر ټولو زياته قرباني ځوانان وركوي

د افغانستان د ځوانانو د بنسټونو د همغږۍ شورا د چهارشنبې په ورځ په يوه پراخه غونډه كې له افغان دولت او ملي شورا نه وغوښتل، چې دوى ته بايد خپل حق وركړاى شي.

د دغې شورا يوه غړي سيد نور الحق حيدري د ګيلي په بڼه وويل، چې كه څه هم ځوانان د افغاني ټولنې ۶۵ فيصده جوړوي خو په لوړو دولتي پوسټونو كې ورته كافي حق نه دی وركړل شوې.

"له بده مرغه نن سبا په هغو تقريبا ۳۰۰۰ پوسټونو كې، چې په دوهم او درېمه درجه اداري رتبو كې ځای لري لږ تر لږه لس فيصده ځوانان هم په لوړو پوسټو كې نشته. د ځوانانو لپاره يي يوازې په سمبوليكه توګه يو وزارت جوړ كړی وه، چې وروسته هغه هم په معينيت باندې بدل شو."

دغو راټولو شوېو ځوانانو دا هم وويل، چې دا مهال په افغانستان كې تر ټولو زياته قرباني ځوانان وركوي كه هغه د امنيتي ځواكونو په چوكاټ كې وي او كه د مخالفينو په ليكو كې نو ځكه د دوی په وينا كه د ځوانانو د پاك احساس او قوي انرژي څخه سمه ګټه پورته نه شي نود ټولنې د لا بدبختۍ سبب به شي.
په کابل کې د خوانانو د غونډې یه څڼډه


دغو ځوانانو د خپلې غونډې په پای كې يو پريكړه ليك هم خپور كړ، چې په كې په ولسمشر حامد كرزي او ملي شورا باندې غږ شوی، چې ځوانانو ته دې په مهمو دولتي پوسټونو كې ځای وركړل شي.

كه له يوې خوا د ځوانانو له خوا په سياسي ډګر كې د كافي برخې اخيستنې اندېښنې موجودې دي خو له بلې خوا افغان ولسمشر حامد كرزي ويلي دي، چې دوي به ټولو خواوو او د ټولنې ټولو برخو ته په راتلونكي حكومت كې برخه وركړي.

تر دي مخكې د ميرمنو يوشمېر ټولنو هم په ولسمشر حامد كرزي باندي نيوكه كړې وه، چې ګويا په كابينه كې ښځو ته كافي ونډه نه ده وركړل شوی، خو ولسمشر حامد كرزي ډاډ څرګند كړی وه په راتلونكي حكومت كې زياتې ميرمنې هم په لوړو دولتي څوكيو باندې ګمارل شوي دي.

راپور : مجاهد جواد .
XS
SM
MD
LG