دوه کاله مخکې کورت بېک، چې هغه وخت يې د جرمني د سوسیال دیموکرات مشري کوله ویلي و چې په افغانستان کې د ستونزو د حل یوه لاره له منځلارو طالبانو سره تماس دی. هغه وخت ډېرو پر دې خبره مسخرې وکړې او یوه ټوکه یې وګڼله.
دجرمني اوسنی دفاع وزیر کارل تیودور څوګوتنبرګ چې هغه وخت یې د نوي سیاستوال په توګه میدان ته رادانګلي و، د دې مفکورې له مخالفینو څخه و.
خو کورت بېک ښايي اوس د جرمني د دفاع وزیر پر دې څرګندونو حیران شي چې وايي باید له منځلارو طالبانو سره خبرې وشي. ګوتنبرګ په دې وروستیو کې وویل چې ټول طالبان د لویدیځ لپاره خطرناک نه دي. سره له دې چې د ګوتنبرګ دا وینا اوس هم مخالفین لري، خو دا ځل ښايي د جرمني په رسمي پالیسۍ بدله شي.
شپیګل، په دې برخه کې ځینو شکونو ته اشاره کوي چې ښايي د جرمني د دفاع د وزیر د دې سپارښتنې هدف به د روان کال د وږي په ۴مه د کندز په چاردرې ولسوالۍ کې د نژدې ۱۴۲ کسانو د وژنې له پېښې څخه د پاملرنې اړولو لپاره یو تکتیک وي، خو د شپېګل په وینا دا هم له امکانه لیرې نه ده چې دی به د جرمني په ستراتیژۍ کې د بدلون په اړه فکر کوي. شپيګل ليکي، کاشکې داسې وي، ځکه چې دا ستراتیژي ډېره زړه شوې ده.
شپیګل آنلاین زیاتوي، له پوځي لارې د افغانستان د جګړې ګټل د لویدیځ لپاره هومره ناممکن دي لکه شل کاله مخکې چې د پخواني شوروي لپاره و، او داهم ناممکنه ښکاري چې د طالبانو، او په خاص ډول د هغو منځلارو طالبانو له ګډون پرته دې د افغانستان لانجې ته سیاسي حل وموندل شي چې خبرو ته چمتو دي.
دا ډله منځلاري طالبان په کابل کې شته چې د شپیګل په وینا دبهرنیو چارو د پخواني وزیر وکیل احمدمتوکل او په اسلام آباد کې د طالبانو د سفیرعبدالسلام ضعیف پرشاوخوا راټول شوي چې دواړه د تندلارو طالبانو له مشرانو سره د افغان ولسمشر د خبرو منځګړتوب کوي.
د شپیګل مجلې انټرنیټ پاڼه له افغانستانه د نړیوالوځواکونو د وتلو په صورت کې د دې هېواد د راتلونکې اټکل کوي او لیکي چې ښايي په افغانستان کې یو سختګیر اسلامي نظام ټینګ شي خو نه د طالبانو د رژیم په څېر، او دا ځکه چې لویدیځ د بشري حقونو له مسایلو پرته، د سعودي اسلامي رژیم ته له ورته نظامونو سره کومه ستونزه نلري.
شپیګل زیاتوي، حقیقت دا دی چې جرمني کولای شي له طالبانو سره خبرې او د پرمختیايي پروژو په اړه توافق وکړي. شپیګل په دې برخه کې له افغان ماشومانو سره د یوې مرستندويې ټولنې مثال ورکوي چې د پښتنو په سیمو کې د نجونو لپاره ښوونځي جوړوي او مشري يې جرمنی پوځي ډاکټر رینهارډ- اېروس کوي.
شپیګل آنلاین په پای کې لیکي، د جرمني دفاع وزیر کارل تیودور څوګوتنبرګ ښايي د خپلې پالیسۍ د عملي کولو لپاره د هڅې په لړ کې له خلکو سره مرسته وکړي چې په دوو خبرو پوه شي، لومړی دا چې افغانان باید د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړې پخپله وکړي او دوهم دا چې د دوی پرېکړې باید د هغه نظام په چوکاټ کې وي چې د دوی د کلتور او دود او دستور څرګندوی وي نه د لویدیځ.