د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۳

په کابل کې د مرمرو د صنایع ټولنه جوړه شوه


له مرمرو څخه جوړ شوی زمری، چې هوسۍ یې ښکار کړې
له مرمرو څخه جوړ شوی زمری، چې هوسۍ یې ښکار کړې

د هېواد د سوداګرۍ د خونې او د مرمرو د صنایعو ټولنې چارواكي وايي، د دې اتحاديې د جوړيدو هدف د كانونو د صنايعو پرمختګ او د هغو شركتونو ترمنځ د همغږې رامنځ ته كول دې، چې د قيمتي ډبرو د ويستلو او توليد په برخه او صنايعو جوړولو كې كاركوي.

د مرمر ډبرو د صنعت د ټولنې چارواكي وايي، د دې ټولنې د جوړېدو هدف د هغو شركتونو د كارونو منظمول دي، چې د كانونو د قيمتې ډبرو په ويستلو او توليد كې كاركوي.

د مرمر د ټولنې وياند محمد انور حسيني، چې د چهارشنبې په ورځ د دې ټولنې په پرانيستونكي غونډه كې له خبريالانو سره خبرې كولې وويل، چې په دې ټولنه كې د مرمرو ډبرو په لسګونه توليدونكي شركتونه ګډون لري.

"په هغې اتحادیې کې، چې موږ اوس په کې کار کوو تر ۶۰ پورې غړي لري، چې د فابریکو، کانو او لاسي صنایعو استازي دي. د دې اتحادیې د جوړېدو هدف دا دی، چې د ټولو تر منځ همغږي رامنځ ته او زموږ د صنعت کیفیت لوړ شي."

د مرمرډبرې د صنايعو د ټولنې چارواكي وايي، دا وخت له افغانستان څخه د مرمر ډبرو د صادراتو اندازه نږدې يو ميلون ډالر ته رسيږي، خو كه چيرې د مرمر د ويستلو ښه زمينه برابره او په دې برخه كې ښه پانګونه وشي دا هېواد به د كال په ميلونونو ډالره د مرمر د صادرولو له دركه ترلاسه كړي.

د افغانستان د سوداګرۍ اوصنايعو د خونو د مشرتابه پلاوي غړې اذرخش حافظي وايي، نړيوالو سروې ګانو ښودلې چې كه د افغانستان كانونو ته لازمه پاملرنه وشي دا هېواد كولای شي، چې هركال د دوو ميلياردو ډالرو په ارزښت مرمر توليد كړي.

ده زياته كړه، چې د افغانستان لاسي صنايعې، وچه ميوه اومعدني ډبرې هغه څيزونه دي، چې هېواد كولاې په نړيوال بازارونو كې پرې له نورو هيوادونو سره سيالي وكړي.

"په درېیو برخو کې افغانستان زیات رقابتي قدرت لري یو د معدني ډبرو پروسس په ځانګړي توګه د مرمرو ډبرو په برخه کې، بل د افغانستان لاسي صنایع دي په ځانګړي توګه قالینې او درېیمه یې د افغانستان وچې مېوې دي.

دغه درېواړه برخې د افغانستان د اقتصاد لپاره ډېرې مهمې دي، دوی چې کوم اټکل کړی و، ویلي یې وو، چې افغانستان د یو میلون ډالرو په ازرشت د مرمرو ډبرې صادروي، خو د هېواد د مرمرو ډبرو صادرات تر ۲ میلیاردو ډالرو پورې اټکل کېدای شي."

حافظي وويل، له كان څخه د مرمر ډبرو ويستل او پروسس يې د دولت روښانه ستراتيژي او جدي پاملرنې ته اړتيا لري.

په عين حال كې د افغانستان د كانونو سرپرست وزير انجينر ابراهيم عادل وايي، په ۱۳۸۸ كال كې د هېواد د كانونو عوايد يوزرو اته سوه او شل ميلونه افغانۍ وو.

د دې وزرات د معلوماتو له مخې تراوسه پورې د مس عينك په ګډون د افغانستان د كانونو په برخه كې اته ميليارده ډالره پانګونه شوې ده.

دا په داسې حال كې ده، چې تراوسه د افغانستان پنځه په سلو كې كانونه كشف شوي او پر ۹۵ په سلو كې يې لا تراوسه لاس هم نه دي وهل شوي.
XS
SM
MD
LG