د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۴

کرزي: د وحید کرزي د وژنې په اړه یې د شفافو تحقیقاتو امر کړی دی


د افغانستان د ولسمشر حامدکرزي د کورنۍ افغان او امریکایی غړیو ددې کورنی د یوه ځوان غړي د وژل کېدو په اړه په تحقیقاتو شک څرګند کړی او وایی، چې حکومت نه غواړي، د هغه د قتل عاملین عدالت ته راکاږي.

ولسمشر کرزی پرون په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د کورنیو چارو وزارت ته یې امر کړې، چې په دې اړه څیړنه وکړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په روانه اونۍ کې خبر ورکړ، چې د کرزي د تره لمسۍ وحید کرزی، چې اتلس کلن وو، د تېراکتوبر د میاشتې په ۱۶نېټه په کندهار کې د کرزي په ټاټوبي کرز سیمه کې په ډزو ووژل شو.

د و حید کرزي د پلار په شمول د کورنۍ یوشمېرغړېو اسوشتید پرس اژانس ته ویلي، چې د کرزي حکومت د قتل له دغې دوسیی سره علاقه نه لري او نه غواړي، چې عاملین یی عدالت ته راکاږی.

د کرزی د تره زوی محمد سلیمان کرزی، چې د امریکا په مریلیند کې اوسي دې اژانس ته ویلي، چې په دې اړه یې د امریکا له فيدرالي پولیسو FBI سره تماس نیولی او ترې غوښتې یې دي، چې د دغه قتل په اړه څیړنه وکړي.

د ایف، بي، ای چارواکو نه دي ویلي، چې ایا په دې دوسیه کار کوي که نه؟

په دی اړه ولسمشر کرزي په کابل کې په خبري غونډه کې یوی زړې د ښمنۍ ته اشاره وکړه، چې دیرش کاله مخکی په کندهارکې د ده په وینا د جهاد په وخت کې پېښه شوی وه.

هغه مهال یی تره په ډزو وژل شوی وو، کرزي وویل، د کورنیو چارو وزارت ته یې امرکړی، چې دغه دوسیه وڅیړي او عاملین دې عدالت ته راکاږی.
XS
SM
MD
LG