په كابل كې د امريكا د متحده ايلاتو سفير كارل ايكن بيري وايي، چې د دغه هېواد د ولسمشر بارك اوبما سره يې په ورستۍ ليدنه كې ورته سپارښتنه شوې ده، چې افغانستان سره د امريكا مرستې چټكې كړي.
ښاغلي بيري، چې د يو شمير افغان چارواكو په ګډون يې د پنجشنبې په ورځ په يوې خبري غونډه كې د افغانستان په وړاندې د امريكا د نوې ستراتيژۍ او دغه هېواد سره يې د خپلو نويو مرستو په اړه خبرې كولې وويل، د امريكا متحده ايلات په پام كې لري، چې د كار موندنې د اسانتياوو د برابرولو او دغه شان د افتصاد، كرنې او نورو سكتورونو په برخه كې په ملپارډونو ډالر له افغانستان سره مرسته وكړي:
"ولسمشر اوبما سپارښتنه كړې، چې د افغانستان په كليدي وزارتونو كې د ظرفيتونو د لوړولو په برخه كې خپلې مرستې چټكې كړو.
راتلونكى كال به تاسې په ملكي برخه كې د هڅو د پراخيدلو شاهدان اووسئ، چې د چارو په سلګونه متخصصان به كليدي وزارتونو سره همكاري وكړي، دغه شان امريكا به سږ كال په بېلابېلو برخو كې له درې ملياردو څخه زيات مرسته د افغانستان د دولت له لارې مصرف كړي.
په ځانګړي ډول په زمونږ پاملرنه كرنې او نورو اقتصادي سكتورونو ته وي."
په كابل كې د امريكا د متحدو ايلاتو سفير د ۲۰۱۱ كال د جولاى په مياشت كې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ايستلو موضوع ته هم اشاره وكړه او ټينګار يې وكړ، چې د امريكايي ځواكونو په تديجي ډول وتل به افغانستان سره د دغه هېواد همكارۍ ټكنۍ نه كړي او د مرستو دغه لړۍ به روانه وي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيكو مطالعاتو ريیس داوود مراديان د امريكا د متحده ايلاتو د مرستونه د مننې په ترڅ كې وويل، چې په كار ده د دواړو هېوادونو تر منځ اړيكي نور هم ښه شي.
"مونږ له يوې مودې څخه را په دېخوا د خپلو امريكايي دوستانو سره يوځاى د ستراتيژيكو اړيكوو د تړون د تجديدولو په اړه په كار پيل كړى او دا هيله شته، ډېر ژر به په دې اړه اعلاميه، چې څو كاله مخكې لاسليك شوه په يو ښه او قوي چوكات كې راشي ترڅو د دواړو هېوادونو تر منځ به دغه ستراتيژيكې اړيكي تضمين كړي."
د افغانستان او امريكا تر منځ د ستراتيژيكو همكاريو دوهمه اعلاميه په ۲۰۰۸ م كال كې لاسليك شوه، چې ويل شوي په دغې اعلاميه كې په دريوو مهمو ټكو، د سيمې او افغانستان امنيت، دولت جوړونه او بيارغونه ټينګار شوى دى.
د امريكا د متحده ايلاتو چارواكي، په داسې حال كې افغانستان سره د خپلو نويو مرستو په اړه خبرې كوي، چې د يو شمېر كارپوهانو په وينا د نړيوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امريكا د متحدو ايلاتو پخوانۍ مرستې په مثمر ډول نه دي لګول شوي.
دوى له افغان چارواكو څخه غواړي، چې نوې مرستې دا شان ولګول شي چې د افغانستان له اوسنۍ نا سم اقتصادي وضيعت څخه د وتلو لارې برابرې او د دغه هېواد اقتصاد پياوړى شي.