د افغانستان د سيمه یيزو ارګانونو خپلواكه اداره، چې د سيمه یيزو ادارو د چارو د تنظيمولو مسووليت په غاړه لري وايي، د ښه حكومت داري د پياوړي كولو پر پروګرام كار كوي او ډېر ژر به دا پروګرام د افغانستان په ټولو ولايتونو كې پراخ شي.
د سيمه یيزو ارګانونو مشر غلام جيلاني پوپل د دې پروګرام په اړه معلومات د چهارشنبې په ورځ په كابل كې هغه مهال له خبريالانو سره شريك كړل، چې برتانيا له افغانستان سره د ښه حكومت دارۍ په برخه كې د نوې مرستې اعلان وكړ.
ښاغلي پوپل وويل، چې د بوديجې كموالی، په ادارو كې ټيټ ظرفيت او نور داسې مسايل، د ښه حكومت دارۍ په وړاندې ګواښ او خنډ جوړوي.
"په افغانستان كې دا وخت د حكومتدارې وضيعت لكه څرنګه چې په كار ده ښه نه دی.
په جنګ ځپلو سيمو كې د مارمورينو له كموالي سره مخ يو، يوازې په زابل ولايت كې زمونږ پنځه اتيا په سلو كې مارمورين كار نه كوي.
د سيمه ييزو كاركونكو ظرفيت ډير ټيټ دی، چې د حكومتدارۍ په وړاندې يې خنډ جوړ كړی.
د سيمه یيزو كاركونكو او مركزي حكومت ترمنځ د واك، مسوليتونو او همغږې په برخه كې شفافيت نه شته."
خو د سيمه یيزو ارګانونو ريیس وويل، چې د برتانيا له دې نوې مرستې څخه په كار اخستلو او د دې ادارې د پينځه كلن پلان او پاليسۍ له تطبيق سره، چې د كابينې په لمړې غونډه كې تصويب شي، دغه ستونزې هم اوارې شي.
په عين حال كې د برتانيا د پراختيا وزير دوګلاس الكسانډر وويل، چې هيواد يې په افغانستان كې د ښه حكومت دارۍ د پياوړتيا لپاره دغه مرسته د راتلونكو پنځه كلونو لپاره ځانګړې كړې ده.
"مونږ پخوا هم د سيمه یيزې ښه حكومت دارۍ د پياوړي كولو په برخه كې مرسته كړې ده.
نن هم په دې برخه كې نور د ۲۳ ميلونو پونډو د مرستې اعلان كوو، څو د سيمه ييزو ادارو د مارمورينو ظرفيت لوړ شي او واليان او ولسوالانو اړتياوې پوره شي. له دې سره به خلكو ته اساسي خدمات وړاندې شي."
ښاغلي الكسانډر له افغانستان سره د خپل هېواد د پوځي او ملكي مرستو پردوام ټينګار وكړ.
تمه ده، چې د براتانيا نوې مرسته به د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې له لورې ولګول شي.
سره له دې، چې له افغاستان سره د حكومتي پياوړتيا په برخه كې ګڼې مرستې شوي، خو ويل كيږي چې د سيمه یيزو ادارو د پياوړي كولو په برخه كې كوم پرمختګ نه دې شوې او د لرې پرتو سيمو دولتي ادارې لاهم نه شي كولاې خلكو ته اساسي خدمات وړاندې كړي.
په دې برخه كې يو له سترو ستونزو څخه، چې د سيمه ييزو ارګانونو چارواكو ورته هم اشاره وكړه په ادارو كې د كاركونكو ټيټ ظرفيت دي.
ولسمشر حامد كرزي هم د لوړې په مراسمو كې ژمنه وكړه، چې د ده په نوي حكومت كې د ښه حكومت دارۍ په برخه كې ډېر څه وشي.