د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۴

ولسي جرګه: د سرغړوونکو رسنیو په وړاندې باید جدي ګام پورته وشي


د افغانستان د ولسي جرګې د مصونيت او د وكيلانو د امتيازاتو كميسيون وايي، چې په ځينو رسنيو كې د وكيلانو شخصيت او د افغانستان ملي، ديني او فرهنګي ارزښتونو ته سپكاوى كيږي، نو په كار ده، چې افغان چارواكي د دغو رسنيو په وړاندې جدي غبرګون ښكاره كړي.

د دغه كميسيون غړيو د سې شنبې په ورځ د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت سر پرست او د افغانستان د لوى څارنوالې مرستيال خپلې غونډې ته راغوښتي ول او په دې برخه كې شته ستونزې له دغو چارواكو سره شريكې كړې.

د ولسي جرګې د مصونيت او د وكيلانو د امتيازاتو د كميسيون مشر حاجي فريد وويل، چې په كار ده رسنۍ د وكيلانو شخصي او كاري ژوند پرتله كړي او د ا، چې سرغړونه كيږي دوى د جدي اقداماتو غوښتنه كوي:

"زه نه پوهيږم دغه دوستان، چې دا سې عملونه تر سره كوي، ايا داسې كوم قانون شته چې دوى ته تر دې حده اجازه وركوي، چې د يو چا په شخصي حريم كې مداخله وكړي او که قانون نه وي د دوى په وړاندې بايد څه وشي، په دې برخه كې مونږ د جدي اقداماتو غوښتونكي يو."

دغه شان وكيلانو د يو شمېر رسنيو له لارې د افغانستان ملي، ديني او كلتوري ارزښتونو ته هم د سپكاوي مواردو ته اشاره وكړه او له مسوولينو څخه يې وغوښتل، چې د سرغړونكو په وړاندې د غبرګون عملي ګامونه پورته كړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت سرپرست عبدالركريم خرم وويل، چې دوى په دې برخه كې غلي نه دي ناست او تر اوسه پورې په دې اړه درويشت دوسيې د افغانستان لوى ځارنوالۍ ته ليږل شوي دي.

ښاغلي خرم په دې برخه كې د قضايي ارګانونو بې غوريو ته هم اشاره وكړه او ويې ويل، چې د بهرنيو سريالونو د خپرولو د دوسيې په اړه له يو كال راهيسې له تر اوسه كومه پرېكړه نه ده شوې.

خو د افغانستان د لوى څارنوالۍ مرستيال فضل احمد فقيريار وويل، چې په دې برخه كې كار شوى دى او دوى هڅه كوي، چې لا هم خپلې هڅې جدي او ګړندۍ كړي:

"د قانون له مخې څارنوالۍ په محكمه كې د جرم د عدليې تعقيب او تحقيق دنده لري، چاته سپكاوى که د شخص له خوا وي او كه د رسنۍ له خوا دا ټول جرم دى.

مونږ تاسې ته ډاډ دركوو، چې د رسنيو له خوا د سپكاوي په صورت كې به تر دې ورسته جدي غبرګون ښكاره كړو."

د طالبانو د حكومت تر راپرځېدلو ورسته په افغانستان كې د رسنيو شمېر زيات شوى او د بيان ازادۍ د دغو رسنيو كار ته يو نوى رنګ وركړى دى.

خو له دې سره، سره كله، ناكله په رسنيو دا انتقاد كيږي، چې د رسنيو قانون تر پښو لاندې كوي.

د چارو كارپوهان په تېر څو كلونو كې د رسنيو د پام وړ پر مختګ نه سترګې نه پټوي خو وايي، چې په دغو رسنيو كې د مسلكي كسانو كمښت كله نا كله داسې ستونزې راپيدا كوي، چې په كار ده د مسوولو ارګانونو په همكارى هوارې شي.
XS
SM
MD
LG