د بریتانیا صدراعظم ګورډن براون د کندهار په پوځي اډې کې له افغان ولسمشر حامد کرزی سره وکتل، ټاکل شوی وه دواړه مشران په هلمند کې سره وګوري خو د چارواکو په وینا هلمند ته یی د هوا د خرابوالي له امله سفرترسره نه شو.
براون د شنبې شپه د کندهارپه پوځي اډې کې تېره کړه. دعراق او افغانستان ته په سفرونو کې لومړي ځل دی، چې براون یوه شپه تېروي.
براوون له پوځي قوماندانو سره ولیدل او دهوایي بې پیلوټه الوتکو په ګډون یی، چې لندن د خپلو ځواکونود پوځي وسایلو د کمبود د تامین لپاره د روان کال په سر کې افغانستان ته ورکړي، درنې وسلې او پوځي وسایل معاینه کړل او ځواکونو ته یی وارله مخې د کرسمیس مبارکي وویله.
براوون له کرزي سره په ګډه خبرې غونډه کې وویل، چې ایتلافي ځواکونه به د افغانستان له دولت سره د ګډوهڅو له لارې وسله وال مات او القاعده به نور پرې نږدی، چې په دی هېواد کې د فعالیتونو لپاره خوندي ځای ولری.
براوون هغو خبریالانو ته، چې له ده سره یی په دی سفر کې ملګرتیا کوله وویل، د ده په نظر راتلونکی څو میاشتې به ټاکونکی وي.
براوون وویل، نوی پنځه سوه سرتېري به په څو راتلونکو ورځو کې افغانستان ته ورسیږی، چې په دی سره به د بریتانوی سرتیرو شمېر له لس زره تنو واوړی.
بریتانیا به د راتلونکي کال د جنورۍ په ۲۸ مه لندن کې د افغانستان په اړه د یوه کنفرانس کوربه وي.
په دی کنفرانس کې به د افغانستان لپاره په امنیتي برخه کې، چې څه وخت د امنیتی چارو مسولیت په غاړه واخلي او په څومره وخت کې څومره شمېر افغان امنیتی ځواکونو وروزل شي، نوی اهداف وټاکل شی څو بهرني ځواکونه وکولای شی، چې له دی هېواد څخه په وتلو پېل وکړي.
افغان ولسمشر، چې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره د نړېوالو ترفشار لاندې دی او تراوسه پورې یی نوی کابینه نه ده اعلان کړی وویل، چې په نوی کابینه کې پوه او صادق کسان ټاکی څو حکومت یی وکولای شي، چې د افغانانو اړتیاوی پوره کړي. کرزی زیاته کړه، چې دا زموږ مسولیت دی او په دی برخه کې به موږ زیات اقدمات وکړو.
ښاغلي براون زیاته کړه، کرزي ورسره ژمنه وکړه، چې هلمند ته به لس زره افغان پوځیان استوي څو بریتانوي ځواکونه یی وروزی.
براون افغانستان ته د پنځه سوه نویو سرتېرو د لیږلو د اعلان په مهال ویلی وو، چې په راتلونکی کال کې به بریتانیا ۵۰۰۰ زره افغان پوځیان وروزی.