د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۹

ولسي جرګې امنیتي مقامات خپلې غونډې ته وربللي وو


د يكشنبې په ورځ د افغانستان د ولسي جرګې د كورني امنيت كميسيون خپلې غونډې ته د دفاع او كورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت مرسيتيالان غوښتي و، چې په لغمان كې د ملكي تلفاتو د وروستى پيښې په اړه ترينه معلومات واخلي.

افغان چارواكي وايي، د افغان او ايتلافي ځواكونو تر منځ د همغږۍ په برخه كې پرمختګ شوى دى، خو لا هم نيمګړتياوې موجودې دي، چې كله ناكله په پوځي عملياتو كې د ملكي مرګ ژوبلې سبب كيږي.

د يكشنبې په ورځ د ولسي جرګې د كورني امنيت كميسيون خپلې غونډې ته د جګپوړي امنيتي چارواكي غوښتي، چې په لغمان كې د هغې پيښې په اړه يې وپوښتي چې د سيمې خلك وايي ملكي خلك په كې وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستيال ډګر جنرال محب الله وويل، د افغان او بهرنيو ځواكونو يو نوى ګډ امنيتي پلان جوړ شوى دى، چې په هغې كې همغږۍ ته ډېره پاملرنه شوې ده:

"د دفاع وزرات، پوليسو، ايساف، ناټو او د ملي امنيت رياست ترمنځ امنيتي طرح كې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په همغږۍ ډېر ټينګار شوى دى، چې بايد لازمه همغږي موجوده وي او هغه تشې او نيمګړتياوې، چې رامنځ ته شوي دي، بايد له منځه ولاړې شي او په له منځه وړلو كې يې مثبت ګامونه واخيستل شي."

ښاغلي محب الله د نوي پلان په اړه نور معلومات ور نه كړل.

د بهرنيو ځواكونو په هوايي او ځمكنيو عملياتو كې ملكي مرګ ژوبله د افغان دولت په وړاندې يوه ستره ستونزه ګرځيدلې ده، چې اكثره چارواكي يې علت ناسم استخباراتي معلومات او د بهرنيو ځواكونو له خوا خپل سري عمليات بولي.

كه څه هم د راپورونو په اساس وروسته له هغې، چې د نړيوالو ځواكونو عمومي قومندان د پوځي عملياتو لپاره يو لړ نوي اصول وضع كړي، په دې وروستيو څو مياشتو كې د دغو ځواكونو په عملياتو كې په ملكي مرګ ژوبله كې د پام وړ كموالى راغلى.

بل خوا د تېرو څو ورځو راهيسې د لغمان په مركز پورې مربوطې د ارمل په سيمه كې د هغو عملياتو په اړه پلټنې روانې دي، چې د دولسو ملكي خلكو د وژل كېدو راپور ترينه وركړل شوى دى.

د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال منير منګل د ولسي جرګې كميسيون ته وويل، چې يو نوى هيات هم دې سيمې ته تللى دى:

"نن هم يو پلاوى لغمان ولايت ته ولاړ، چې د ولسي جرګې غړي هم په كې شامل دي.

هغه نظر، چې د پيښې په اړه دلته يوه محترم وكيل وركړاو هغه، چې زموږ هيات يې لري، مشابه نه دى، توپير په كې دى."

ځايي خلك او په ملي شورا كې د لغمان يو شمير استازي ټينګار كوي، چې څو ورځې مخكې په دې عملياتو كې دولس ملكي خلك وژل شوي دي او پنځه نور بهرنيو ځواكونو ژوندي بولي دي.

خو ځينې چارواكي بيا وايي، په هغه كور كې، چې حمله پرې شوې وه، وسلوال طالبان و او په وژل شويو كسانو كې دوى هم شامل دي.

د دغو عملياتو پر ضد په لغمان او ننګرهار ولايتونو كې خلكو مظاهرې هم وكړې.
XS
SM
MD
LG