دا لومړى ځل نه دى، چې د څرخي پله په زندان كې بنديان د نه خوړلو اعتصاب كوي، پخوا يې هم څو څو ځلې د هغه څه له امله په اعتصاب لاس پورې كړى، چې دوى يې د زندان ناوړه شرايط بولي.
د افغانستان د محابسو عمومي ريس وايي هغه كسان، چې د تېرې ورځې راهيسې يې د نه خوړولو پيل كړى، په لويو لويو جرمونو ككړ خلك دي او ټول په يوه ځاى كې په بېلو بېلو خونو كې ساتل كيږي.
ډګرجنرال امير محمد جمشيد ازادۍ راډيو ته وويل، له دوى سره خبرې روانې دي او قانوني غوښتنې به يې ومنل شي:
"طبعاً هغه غوښتنې، چې معقولې دي، د هغو د هوارولو لپاره يې موږ تدابير نيسو، هغه به مطالعه او حل كړو، لكه چې وايي، د تفريح لپاره دې ډير وخت وركړل شي، موږ هڅه كوو، چې خپلو امكاناتو ته په كتو سره دوى ته لمر ته د راوتلو لپاره ډير وخت وركړو. قلفونه نه شو خلاصولاى، دا اجازه قانون نه راكوي. او هغه ناروغان، چې دلته يې درملنه نه كيږي او پرمختلليو وسايلو ته اړتيا لري، عكس اخيستل، معاينې او نورو شيانو ته اړتيا لري، كولاى شو، چې هغو ښار ته روان كړو."
بل خوا د څرخي پله له زندان څخه ځينو بنديانو ازادۍ راډيو ته په ټیليفون وويل، چې د اعتصاب كوونكو شمېر شاوخوا درې سوو ته رسيږي، او زیاتره په وسلوالو مخالفينو پورې تړلي خلك دي، چې د تېر يوه كال راهيسې په ناوړه شرايطو كې په كوټه قلفيو كې ساتل كيږي.
له دوى څخه څو تنو يې ازادۍ راډيو ته په ټیليفون وويل، چې، كوټې او تشنابونه يې يو ځاى دي او روغتيايي ستونزو ته يې د نه پاملرنې له امله په تېر يوه كال كې پنځه ملګري مړه شوي دي.
اعتصاب كوونكي زندانيان د پخوا په شان هيله لري، چې د افغانستان ملي شورا د دوى د ستونزو د څيړلو لپاره يو پلاوی زندان ته وليږي.
د ولسي جرګې منشي عبدالستار خواصي هم وايي، چې كه دامسئله ولسي جرګې ته راجع شي نو تمه ده، چې دغه جرګه به د څرخي پله زندان ته يو پلاوی وليږي.
نوموړي په ټیليفون ازادۍ راډيو ته وويل:
"زه امیدلرم چې ولسي جرګه په دې اړوند بې تفاوته پاتې نه شي او خپل پلاوی هلته ولیږي چې ترڅو له بندیانو سره له نژدې وګوري"
خواصي زياته كړه د ولسي جرګې پخوانيو هيئتونو څرګنده كړې ده، چې د څرخي پله په زندان كې ځينې بنديان په داسې شرايطو كې ساتل كيږي، چې له قانوني پلوه ناسم او د اندېښنې وړ دی.
پخوا تر دې هم د بشرد حقونو يو شمېر سازمانونو په خپلو راپورونو كې د زندانونو وضعيت د اندېښنې وړ بللى دى او له افغان دولت نه يې غوښتي، چې د زندانونو د وضعيت د ښه كولو لپاره لا ډيرې هلې ځلې وكړي.