د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۶

ولسې جرګې نوې كابينې ته د رايه وركولوپه څرنګوالي بحث وكړ


د ولسې جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومې غونډه كې ډيرشمېر وكيلانو ويل، چې بايد د نوې كابينې غړو ته په ډير دقت رايې وركړل شي او دا پروسه په كم وخت كې ترسره شي.

د ولسې جرګې ريس محمد يونس قانوني د دې جرګې دغړو د بېلابېلونظرونوله اورېدو څخه وروسته وويل، چې تر ټولو ښه لاره داده، چې د دې جرګې د ريسانو كمېټه د نوې كابينې غړو ته د رايې وركولو يو ښه ميكانيزم د دې جرګې عمومي غونډې ته وړاندې كړي:

"موږ او تاسې به خپله كاري پروسه پرمخ بوځود ريسانو كمېټه به جوړه شي او نو يو وزيرانو ته به د رايې وركولو په څرنګوالي بحث وكړي.

دغه راز دا ځل بايد د تېر ځل تېروتنې تكرارنه شي او نوې كابينې ته په دقت او شفافيت سره رايه وركړل شي."

ويل كيږي، چې ولسمشر كرزى به د سې شنبې په ورځ خپله نوې كابينه ولسې جرګې ته د باور د رايې د ترلاسه كولو لپاره وپیژني، د ولسۍ جرګې غړي ټينګاركوي، چې په نوې كابينه كې بايد كارپوه اوله مسلكي پلوه وړو كسانوته د باور رايې وكړل شي.

همدې موضوع ته په اشارې سره د ولسې جرګې ځينو غړو ويل، چې بايد هره ورځ يو وزير ته رايې وركړې شي خو ځينو نورو ويل، چې په دې توګه ډير وخت ضايع كيږي او ښايي، چې كاري پروسه هم زيانمنه شي.

د ولسې جرګې غړې شكريې باركزۍ په دې اړه خپل نظر داسې څرګند كړ:

"دا مهال په داسې حالت كې يو، چې وزارتونه اوعمومي رياستونه د سر پرستو وزيرانو او ريسانوله خوا اداره كيږي، كه چېرې موږ يو وار څو وزيرانو ته رايې وركړو او بيا څو ورځې وروسته څو نورو ته په دې توګه به يو ډول ګډوډي رامنځته ته شي.
دغه راز په نظام كې به ستونزې راشي او ثبات به زيانمن كړي."

د ولسمشر كرزي په تېره كابينه په ملي اونړېواله سطحه يو لړنیوکې موجود وو، چې ګوندې ډير شمېر وزيران په اداري فساد ككړ دي او د ملي ګټو پر ځاى شخصي ګټو ته لومړيتوب وركوي.

خو ولسمشركرزي د جمهوري رياست د دوهمې دورې د لوړې په مراسموكې ژمنه وكړه، چې په نوې كابينه كې به مسلكي او كار پوه كسان معرفي كړي، دغه راز ويل كيږي، چې ولسمشر حامد كرزي له تېرو څو اونيو راهيسې له ځينو اشخاصوسره د كابينې د جوړولو په اړه سلا مشورې كړي او خلك په تمه دي، چې بايد نوې كابينې له هر ډول فساد څخه پاكه وي او د شخصي ګټو پر ځاى ملي ګټو ته ژمنه وي.

په عين حال كې نړېوالې ټولنې په خاص ډول امريكا او بريتانيې هم له ولسمشركرزي څخه په ټينګه غوښتې، چې په نوې كابينه كې بايد روابط نه بلكه ضوابط په پام كې ونيسي ترڅو له يوه پلوه په افغانستان كې د اداري فساد مخه ونيول شي او له بله پلوه يو پياوړى او كاري حكومت رامنځ ته شي.
XS
SM
MD
LG