د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۶

د هلمند په شمال کې افغاني او بهرني سرتېرو عملیات پیل کړي


په هلمند کې عملیات پیل شوي
په هلمند کې عملیات پیل شوي
په نوزاد كې عمليات وړاندې ترهغه پيل شوه، چې د امريكا د ولسمشربارك اوباما له لوري د نږدې ديرش زره امريكايي ځواكونو د استولو په لړ كې به د ځينو سرچينو په حواله نهه زره د دې ځواكونو هلمند ته راشي.

د دغه عملياتو په اړه د خلګو ترمنځ خبرې زياتې وي خو خبره هغه وخته مالومات جوت شوه، چې د هلمند والي محمد ګلاب منګل يې راته په اړه معلومات راكړه.

ښاغلي منګل وويل، په نوزاد كې يي د پوره دولتي حاكميت د ټینګښت په خاطرعمليات پيل كړي دي:


د هلمند والي وويل، په نوزاد كې به روان عمليات د نو زاد د بازار كليو او كوڅو نه د ماين استلو په موخه پراخوالي پيداكوي او دوي به د دغه عملياتو لړى ترهغه پوري غزوي څو په نوزاد كې وګړيز سيستم له سره پيل شي:

بل لوري په هلمند كې د ايساف ځواكونو مطبوعاتي دفتر هم رسنيو ته په يوه استول شوي خبرپاڼه كې ويلي دي عمليات د افغان ملي اردو ملي پوليسو امريكايي مرين او ايساف ځواكونو له لوري ترسره كيږي.

په خبرپاڼه كې ويل شوي دي په نوزاد كې روان عمليات د خاري كوبرا په نوم ياد كړي خبرپاڼې كې ليكلي شوي دي، عمليات سهار وختي د هوايي او ځمكني ځواك په ملتيا پيل شوي او تردې دمه ښه پرمخ ځي، خبر پاڼې دانه دي ويلي، چې ګډو ځواكونو ته كوم زيان رسيدلي دی كنه.

د افغان ملي اردو ځيني سرچينې په نوزاد ولسوالۍ كې دعملياتو پرمهال د يو شمېر طالبانو د وژلو خبرهم وركړی دى خو لايي د مړو شمېر نه ده ښودلې.

كه څه هم د دې عملياتو په اړه طالبانو څه نه دي ويلي، خو په عين حال كې د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي هم د نوزاد په كوش او جازي سيمه كې د نهه تنه بهرنيو سرتېرو د وژل كېدو خبر وركړی.

قاري يوسف وايي، په موسي كلا كې يې هم د يو شمېر ماينونو له امله څلور تنه بهرني سرتېري وژلي دي او ګڼ ټانګونه يي هم تري له منځه وړي دي خو په هلمند كې دولتي او بهرني مسولين د طالبانو دغه وروستۍ خبره نه مني.

په نوزاد ولسوالی كې څو مياشتې وړاندې هم د افغان ملي اردو او امريكايي سمندري ځواكونو له لوري عمليات شوي وه، چې داځل يي تراوږدې مودې وروسته د خپل نوبت پراخ عمليات پيل كړي دي.
XS
SM
MD
LG