د امریکا د متحد ایالاتو ولسمشر نن د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي اعلانوي. د دې مسالې په درشل کې په لندن کې چاپیدونکې ورځپاڼې ټایمز په دې عنوان مقاله خپره کړې، اوباما دې دا توضیح کړي چې افغانستان ولې ده ته ویتنام نه دی.
په دې مقالې کې لیکل شوې دي چې د اوباما وینا وار له مخه لا تاریخي ښکارې او تاریخي بڼه یې خپله کړې ده.داسې چې ولسمشر اوباما باید په خپلې وینا کې یوه لور ته د امریکا پوځي جنرالان قانع کړي چې د القاعده او طالبانو پرضد د ده ژمنې پر خپل حال دي او بل لور ته باید خپل ګوند او د امریکا خلک قانع کړي چې د ده ستراتیژي داسې تنظیم شوې ده چې له افغانستانه به امریکا د دې ستراتیژۍ له مخې داسې ووځي چې د امریکا حیثیت او امنیت به ورسره زیانمن نه شي.
ټایمز ورځپاڼه زیاتوي چې د نویو امریکایي ځواکونو لومړۍ جګړه به په هلمند کې وي، په هغه ځای کې چې د کوکنارو له امله طالبان غښتلې دي.
د ورځپاڼې په وینا په کندهار کې د یوه امنیتي کمربند جوړیدل به بله مساله وي چې نوي امریکایي ځواکونه به ورسره مخامخ وي.
ټایمز ورځپاڼه کې افغانستان ته د نورو امریکایي عسکرو پر احتمال غږیږي امریکایۍ ورځپاڼه وال سټریټ جورنال بیا له اروپایي هیوادو افغانستان ته د نورو پوځیانو د استولو مسالې ته اشاره کړې ده او لیکي چې د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن له اروپایي هیوادو هیله لري چې افغانستان ته دومره عسکر واستوي چې لږ تر لږه محسوس وي. وال سټریټ جورنال د ښاغلي راسموسن دا خبره اقتباسوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل نه یوازې دا چې د افغانستان په ضرر دي بلکه د لویدیځ د امنیت په ضرر هم دي.
د راسموسن په وینا بیا ورځپاڼه وړاندې لیکي، لویدیځ د دې لپاره په افغانستان کې دی چې د دې مخه ونیسي چې یو ځل بیا دغه هیواد د ترورستانو په خوندي اډې بدل نه شي. راسموسن وایي، که چیرته طالبان او القاعده ډله افغانستان ونیسي نو د پاکستان په ګډون چې یو اتومي هیواد دی، ټوله سیمه به ډیر ژر بې ثباته شي.
وال سټریټ ژونال د ناټو د عمومي منشي په وینا بیا لیکي چې دی وایي، د افغانستان جګړه یوازې د اوباما مسوولیت نه دی، نو کله چې د امریکا ولسمشر د افغانستان په اړه پریکړه وکړي، اروپایي هیوادونو ته پکار ده چې د امریکا د مرستې لپاره تر وسه وسه له خپل لورې خپلې هڅې وکړي.