له هليکوپټر الوتکې څخه د هلمند سيند پر څنډه پرتې تشې کروندې له ورايه معلومېږي، خو پوښتنه دا ده چې په پسرلي کې به پر دې ځمکه څه کرل کېږي، ايا کروندګر به بيا ورباندې کوکنار کري؟
هلمند، چې په مخکېنيو کلونو کې يې د ټولې نړۍ په کچه زيات ترياک توليدول، اوس داسې ښکاري چې د دې موادو ارزښت په کې لوېدلى او خلکو د غنمو کر ته مخه کړې ده.
رويټرز خبري اژانس په دې اړه يو رپوټ خپور کړى، چې دلته يې لولئ:
د هلمند والي ګلاب منګل ويلي، سږ کال کوښښ کوو د دې کښت کچه زياته راټيټه کړو، ان پنځوس فيصدو ته.
هلمند، د افغانستان په سطحه د اپيمو تر ټولو ستر توليدوونکى او تر ټولو ناامنه ولايت دى.
رويټرز اژانس ليکي، په دې ولايت کې د ترياکو د کښت او وسلوالو طالبانو ترمنځ ژورې اړيکې شته، د نشه يي موادو له درکه لاسته راغلې پيسې له وسلوالو طالبانو سره مرسته کوي چې ځانونو ته وسلې او مهمات رانيسي.
هلمند يو وخت د افغانستان د غله دانو ګدام و، خو اوس د هلمند شنې کروندې د ټولې نړۍ په کچه د اپيمو د توليد لويه سرچينه ګڼل کېږي.
سږ کال امريکا زر سمندري ځواکونه هلمند ته ولېږل چې د بريتانوي ځواکونو ملګرتيا وکړي، دوى په دې ولايت کې دوه ستر پوځي عمليات وکړل چې په تېرو اتو کلونو کې بېساري عمليات ول. هدف دا و چې د ترياکو د کروندو له سيمو څخه وسلوال کسان تر شا کړي.
په عين حال کې غربي او افغان چارواکي کوښښ کوي افغان کروندګر د نورو بوټو کرلو ته تشويق کړي.
د هلمند والي ګلاب منګل رويټرز اژانس ته ويلي دي، بهرنيان موږ ته خپلې مرستې او زامن رالېږي، دغه پوځيان دلته قرباني ورکوي، خو موږ په بدل کې د دوى هېوادونو ته نشه يي مواد ورلېږو. موږ بايد د دوى قدر وکړو او له دې فرصت څخه ښه استفاده وکړو.
د اپيمو د تجارت له درکه لاسته راغلې پيسې جګړه زوروره کوي، ځکه په تېرو کلونو کې د دې موادو په وړاندې مبارزه ناکامه شوې وه، خو اوس که څه هم د اپيمو لپاره په نړيواله کچه تقاضا زياته شوې، بيا هم د اپيمو بيه ټيټه ده.
د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، د اپيمو د يوه هکټار کښت سږ کال د غنمو له درې هکټاره کښت سره برابر ارزښت لري، حال دا چې پخوا دغه ارزښت ٢٧ برابره زيات و.
يوه بريتانوي ماهر وويل، د ترياکو له درکه لاسته راغلې اقتصادي ګټه د له منځه تلو په حال کې ده. چې غربي دولتونه يې يوه لويه بريا بولي.
د ملګرو ملتونو په وينا، د تېر کال په نسبت په هلمند ولايت کې کروندګرو د کوکنارو کښت، يو په درې راکم کړى.
دې ولايت پخوا د ټولې نړۍ په کچه د اپيمو نيمايي غيرقانوني توليد برابر کړى و.
د هلمند والي ګلاب منګل، د هغه امريکايي او بريتانوي ملګري هيله من دي چې سږ کال به کروندګر د کوکنارو پر ځاى غنم او نوره غله دانه وکري.
رويټرز اژانس زياتوي، تېر کال او سږ کال، بريتانيا د پنځلس مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت، پر اويازره کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل.
رويټرز ليکي، له جولاى مياشتې وروسته په دې ولايت کې امن نسبتاً ښه شوى، البته وروسته له هغه چې بريتانوي او امريکايي ځواکونو په څو نومونو دلته پوځي عمليات وکړل.
د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په اړه د هلمند والي وويل، يونيم کال مخکې دغه سيمه د وسلوالو په ولکه کې وه، خو اوس به د اپيمو کښت، اداري فساد، وژنې، تاوتريخوالى او هره ستونزه ختمه شي.
د هلمند والي د نادعلي خلکو ته دا وينا کوله، دوى چې پر سر غاليو پلترۍ وهلې وې، د والي خبرې اورېدې، اکثره يې غلي ښکارېدل.
يوه بزګر چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، رويټرز ته ويلي، وسلوال طالبان پر موږ فشار راوړي چې کوکنار وکرو، خو که په سيمه کې طالبان موجود وي، هېڅوک به هم غنم ونه کري. دې بزګر ويلي دي، زه پوهېږم چې کوکنار بد شى دى، خو موږ دومره وس نه لرو، چې نور کښتونه وکرو.