د هند صدراعظم من موهن سنګ د امریکا د متحد ایالاتو ولسمشر ته د دوستۍ لاس غځولی دی او بارک اوباما دی رسمي ماښامنۍ ډوډۍ ته په سپینه ماڼۍ کې میلمه کړی دی.
من موهن سنګ وویل، د نړۍ دوې سترې دیموکراسۍ له افغانستانه رانیولې، تر نړیوالې روغتیا پورې په مختلفو موضوعاتو کې مشترک اهداف لري. د هند صدراعظم زیاته کړه چې د امریکا د سفر په ترڅ کې به د امریکا له ولسمشر سره په یو لړ مخالفو مسایلو کې لکه د اقلیم بدلون کې هم یو ډول موافقې ته ورسیږي.
له هغه مودې راهیسې چې بارک اوباما د امریکا ولسمشر شوی دی دا لومړی ځل دی چې په سپینه ماڼۍ کې یوه سیاسي شخصیت ته رسمي لویه میلمستیا کوي.
د دې میلمستیا په اړه لویدیځ اژآنسونه لیکي چې دا خورا تشریفاتي ده خو په عین حال کې د ډیر درناوي څرګندویي کوي او داسې ښکاري چې امریکا غواړي د هند له صدراعظم سره خپلې غوښتنې مطرح کړي.
د امریکا لپاره ویل کیږي چې د اوس لپاره د افغانستان پوځي ماموریت او په سیمه کې دایران اتومي مساله مهمه ده او هند دا ګیله لري چې په سیمه کې هند ولې د امریکا د بهرني سیاست په سر کې نه دی. له دې پرته یوه بله مساله چې په دې خبرو کې به یاده شي هغه د هند او پآکستان د اړیکو مساله ده. په داسې وخت کې چې واشنګتن افغانستان ته د لسګونو زرو نورو پوځیانو د استولو پریکړه کوي واشنګتن غواړي د هند او پاکستان اړیکي باید ښې وي.
د واشنګتن په کارنیګي نړیوال انسټیټیوټ کې د سیاسي چارو څېړونکی، اشلي تیلس وایي چې پاکستان ویره لري، هند یې نه لري:
((پاکستان خپل ځواکونه د هند له سرحدونو سره ځای پرځای کړي دي، ځکه چې دوی فکر کوي هلته د هند له لورې عاجل تهدید شته او ماته د دا ډول ګواښ ځه نښه نه ښکاري))
د ښاغلي تیلس په وینا، پاکستان باید دې ته جدي پام وکړي چې له دننه ورته خطر متوجه دی او که له بهره دغه هیواد ته ستونزې متوجه دي. د تیلیس په بارو اکثر نړیوال سیاسي څیړونکي داسې فکر کوي چې پاکستان له دننه له مشکلاتو سره مخامخ دی.
ویل کیږي چې د هند د صدراعظم او د امریکا د ولسمشر په خبرو کې به د پاکستان او هند د اړیکو سربیره یو شمیر اقتصادي مسایلو ته توجه وشي.
د نولس سوه نوي میلادي لسیزې په لومړیو کې د هند په بازارونو کې له اقتصادي اصلاحاتو سره دغه هیواد د امریکا په یوه مهم تجارتي شریک بدل شوی دی. نو تجارتي مسایل به هم له مهمو موضوعاتو وي چې من موهن سنګ او بارک اوباما به یې څېړي.
د سیاسي چارو د یو شمیر څیړونکو په باور هند امریکا ته محتاج دی او امریکا هم غواړي چې په سیمه کې د هند په څېر مهم سیاسي شریک ولري.
په دې اړه اشلي ټیلس وایي:
((لومړی زه فکر کوم بله لاره نه شته چې ملګري ملتونه توسعه پیدا نه کړي، نو په یوه ډول به په راتلونکو لس کلونو کې امنیت شورا پراخه شي. زه داسې فکر نه کوم چې د هند له استازیتوب پرته دې امنیت شورا لویه شي.
دوهمه خبره دا ده چې زه فکر کوم چې امریکا هند ته په نړیواله سطحه د یوه ستراتیژیک همکار په سترګه ګوري او په امنیت شورا کې د هند موجودیت به د امریکا لپاره په ګټه وي))
تیره اونۍ له پیکنګ څخه د بارک اوباما لیدنې کتنې ته یو شمیر کسانو په هند کې د شک په سترګه وکتل خو په امریکا کې د سیاسي چارو یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې واشنګتن په اسیا کې د توازن د ساتلو لپاره د چین ترڅنګ د یوه غښتلي هند هیله لري.