د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۳۱

حميدزاده : ډېرژر به نوې كابينه اعلان شي


د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ویاند همایون حمیدزاده
د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ویاند همایون حمیدزاده

په داسې حال كې، چې د ملي شورا رخصتيو ته يوازې څو ورځې پاتې دي د جمهور رييس وياند وايي، چې ولسمشر به نوې كابينه د ولسې جرګې تر ژمنيو رخصتيو مخكې اعلان كړي.

د جمهور رييس حامد كرزي وياند همايون حميدزاده د سې شنبې په مازديګر په كابل كې يوه خبري كنفرانس ته وويل، چې همدا اوس ولسمشركرزى له يو شمېر مشرانو او متخصصينو سره په سلامشوره بوخت دى او ډېرژر به كابينه ولسې جرګې ته د باور د راى ترلاسه كولو لپاره وروپېژني:

"د نوې کابینې لپاره، ولسمشر حامد کرزی خپل تصمیم د یو منتخب، مستقل او ازاد ولسمشر په توګه نیسي. د کابینې د جوړولو لپاره باید په دقت او غور کار وشي، چې ولسمشر یې کوي. اوس په دې اړه ښاغلي ولسمشر ځینو مشرانو او متخصصینو سره سلا مشوره کوي."

ښاغلي حميدزاده د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل، چې جمهور رييس به د كابينې د غړو په ټاكلو كې د هېڅ يوه كس او ډلې تراغيزې او فشار لاندې رانه شي او د دې كار لپاره يوازې د مسلك او پوهې معيار په پام كې نيول كيږي.

دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي، چې د ولسمشر كرزي په وړاندينۍ كابينې باندې ځينو كارپوهانو انتقادونه كول او ويل يې، چې د وزيرانو په ټاكلو كې يې ځينو ناسمو سلامشورو او د يو شمېر ډلو خوشالولو ته ډېره پاملرنه كړې، حتى د ولسمشر كرزي د پخواني حكومت د كابينې يو شمېر وزيران په خپلو كارونو كې د غفلت او بې پروايۍ له امله ولسې جرګې استيضاح اوله وظيفو لرې كړاى شول.

خو ولسمشر كرزي تېره اونۍ د لوړې په مراسمو كې څرګنده كړه، په نوې كابينه كې به داسې كسان وټاكي، چې كارپوه اوملي ګټوته ژمن وي.

د جمهور رييس حامد كرزي وياند همايون حميدزاده هم وويل، چې ښاغلى كرزى به د نوې كابينې د غړو په ټاكلو كې هغه مصحلتونه ونه مني، چې د هېواد او خلكو په زيان وي.
XS
SM
MD
LG