د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۰

د افغانستان د پوهنې وزارت به د ملا امامانو په واسطه د سواد د زده كړې کورسونه پیل کړي


د ښوونكو د روزنې ريسې حامده هما نورستانۍ پردې پروګرام کې له علماو نه مرسته غواړي
د ښوونكو د روزنې ريسې حامده هما نورستانۍ پردې پروګرام کې له علماو نه مرسته غواړي
د پوهنې وزارت وايي، د سواد د زده كړې د نوي پروګرام په اساس به ملا امامان په جوماتونو كې خلكو ته له ديني درسونو سربېره د دوى له خوا د سواد د زده كړې برابر شوي كتابونه هم ښيي.

د پوهنې وزارت چارواكي وايي، دوى په دې توګه هڅه كوي، چې د سواد په پراختيا كې د ملا امامانو له نفوذ او د ټولنې له دوديزو ميكانيزمونو ګټه واخلي.

د پوهنې وزارت د ښوونكو د روزنې ريسې حامده هما نورستانۍ په كابل كې ملا امامانو ته د سواد د زده كړې د ميتودونو ښودلو په سيمنار كې خبريالانو ته د دغه نوي پروګرام په اړه وويل:

"دا زموږ هغه پروګرام دى چې پر اساس يې غواړو، چې له علماو نه مرسته وغواړي په جوماتونو كې خلكو ته ليك لوست ورزده كړو. زموږ ننى درې ورځنۍ سيمنار هم د همدې لپاره دى، چې ملا امامان په كې د سواد د زده كړې يوه ميتوديكه تګ لاره زده كړي او بيا يې په رڼا كې د جوماتونو له لارې خلكو سواد ورزده كړي."

د دوشنبې په ورځ په دغه درې ورځني سيمنار كې د نهو ولايتونو شاوخوا څلوېښتو ملايانو برخه اخيستې وه.

دوى به د سواد د زده كړه هغه مېتودونه په خپلو كورسونو كې عملي كوي، چې په دې سيمنار كې ورته ښودل كيږي.

اغلې نورستانۍ وويل، د ملا امامانو د روزنې دا لړۍ به د روان كال ترپايه دوام پيدا كړي او د ټولو ولايتونو يو شمېر ملا امامانو ته به روزنه وركړل شي.


هما نورستانۍ وويل، په ټولنه كې د ځينې ناوړه دودونو له امله ښځو ته د سواد د زده كړې اجازه نه وركول كيږي او تمه يې وښوده، چې ملا امامان به د دې ستونزې په هواري كې مرسته وكړي.

هغې په ځينو سيمو په ځانګړې توګه جنوبي ولايتونو كې نا امني هم د سواد د زده كړې د پروګرامونو په پلې كولو كې لويه ستونزه وبلله.

د كنړ د پيچ درې يو ملا امام محمد رحيم، چې په سيمنار كې يې برخه اخيستې وه، له ازادۍ راډيو سره په خبرو كې ياد شوى پروګرام اغيزناك وباله.

هغه وويل:

"زموږ په ولايتونو كې ستونزې ډيرې دي، د تعليمي نصاب په پلې كولو كې ستونزې موجودې دي. موږ به له دې پروګرام سره مرسته وكړو. په خپلو كليو كې به د سواد د زده كړې ډلې جوړې كړو او هغو كسانو ته به ليك لوست ورزده كړو، چې د عمر د ډيروالي له امله اوس ښوونځيو ته نه شي تلاى."

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواكي وايي، په دغه هېواد كې پنځه اويا فيصده خلك بې سواده دي، چې نوي فيصده په كې ښځې دي.

د پوهنې وزارت د ښوونكو د روزې ريسې وويل، په تېرو څو كلونو كې د سواد د زده كړې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې په افغانستان كې يو مليون خلكو ليك لوست زده كړى او يو مليون نور يې په زده كړې بوخت دي.

ځينې خلك نیوکي كوي، چې په افغانستان كې د سواد د زده كړې پروګرامونه په سمه او پراخه كچه نه تطبيق كيږي، خو د پوهنې وزارت تمه لري، چې د خلكو او ديني عالمانو د ملاتړ په راخپلولو سره به دغو پروګرامونو ته نوره پراختيا هم وركړي.
XS
SM
MD
LG