د افغانستان د عامي روغتيا وزير ډاكتر سيد محمد امين فاطمي، چې د شنبې په ورځ د شكرې ناروغۍ د ورځې په مناسبت غونډې ته خبرې كولې وويل، چې پر وخت او سم خواړه، د مالګې او غوړېو لږ استعمال، د سبزېو او مېوو څخه ګټه اخيستل او هره ورځ د نيم ساعت لپاره سپورټ او يا نور فزيكي حركتونه هغه ټكي دي، چې بايد ټول يې په پام كې ونيسي تر څو په شكره ناروغۍ اخته نه شي.
ښاغلي فاطمي وويل، په نړۍ او افغانستان كې د شكرې ناروغۍ مخ پر ډېرېدو ده، دى وايي په سلو كې ۸ فيصده افغانان په شكره ناروغۍ اخته دي:
”زموږ هېواد اوس په دې ناروغۍ ۲ ميليونه اخته كسان لري ، كه چېرې د هېواد نفوس ۲۵ ميليونه محاسبه كړو، په سلو كې ۸،۶ فيصده خلك د دې ناروغۍ څخه رنځ وړي.“
ډاكتران وايي، چې د شكرې ناروغۍ د نورو ناروغيو سبب هم ګرځي لكه د زړه ناروغۍ، د سترګو ړندېدل او داسي نور.
د عامې روغتيا وزير وويل، چې د جامدو غوړو كارول په شكرې ناروغۍ د اخته كېدو لوى لامل دى، ده د هېواد له ټولو سوداګرو و غوښته، چې مايع غوړي توليد كړي او له نورو هېوادو څخه هم افغانستان ته مايع غوړي راوړي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د شكرې د كنټرول مركز مسئول ډاكتر فريد همايون وويل اوس مهال درې روغتونونه په كابل او يو په هرات ولايت كې فعال دی، چې د شكرې د ناروغانو درملنه او كنټرول كوي.
ښاغلي همايون وويل د ۲۰۰۵م كال را وروسته په دغو روغتيايي مركزونو كې ۳۰ زره كسان ثبت او تداوي شوي.
دى وايي، چې په راتلونكي كې به دغه ډول مركزونه په څو نورو ولاياتو كې هم جوړ كړي:
” د ديابت يا شكرې مركزونه، په ننګرهار، كندز اود شمال شرقي حوزې لپاره، همدارنګه په مزار شريف كې پراختيا وركړو، كولاى شو، چې د هرات حوزوي روغتون نور هم پياوړې كړو او په پلان كې ده، چې د هېواد په جنوب كندهار ولايت كې هم دغه مركز فعاله كړو.“
د شكرې د كنټرول مركز وايي، چې د دې ناروغۍ په سلو كې ۶۰ ناروغان ښځې او پاته نارينه دي.
د روغتيا د نړېوالي ټولنې د وروستيو څېړنو له مخې همدا اوس په ټوله نړۍ كې ۲۹۰ ميليون انسانان په شكره اخته دي، دا ټولنه وايي دغه شمېر به تر ۲۰۳۰ كال پورې ۳۶۰ ميليون ته ورسېږي.