د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۸

ايكن بيري:افغاني توليدات بايد معياري شي


ایکن بيري وايي زه ډیر خوشحاله یم چې په افغاني تولیداتو کې زیاتوالی راغلی دی.
ایکن بيري وايي زه ډیر خوشحاله یم چې په افغاني تولیداتو کې زیاتوالی راغلی دی.

په افغانستان كې ميشت نړېوال د افغانستان له توليدونكو څخه غواړي، چې خپل توليدات او محصولات معياري كړي څو په دې هېواد كې ميشت بهرنيان ورڅخه استفاده وكړي

په كابل كې د امريكا سفير كارل ايكن بيري د چهارشنې په ورځ په دې هكله جوړه شوې غونډه كې، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو مسوولينوهم په كې برخه اخيستې وه د افغاني توليداتو په معياري كېدو ټينګار وكړ او ويې ويل، چې دوى چمتو دي له افغاني توليداتو او محصولاتو څخه په پراخه كچه استفاده وكړي.


ښاغلي ايكن بيري څرګنده كړه، چې د امريكا د نوې پاليسۍ پراساس به په دې هېواد كې د امريكايي ځواكونوله خوا د افغاني توليداتو د اخيستلو او په كارونو کې د افغانانو د ګمارلو اندازه زياته شي:

"كوم زياتوالی، چې د افغاني توليداتو په اخيستلو كې رامنځ ته شوى، ورڅخه خوښ يم، پوهيږم، چې په دې برخه كې موږ ډير كار كولاى شو او ورته ژمن هم يو.

د امريكا متحدو ايالاتو د افغاني شركتونو د توليداتو د ډيراخستلو پاليسي جوړه كړې او هڅه كوي، چې عملي يې كړي."

په كابل كې د امريكا سفير وويل، چې اوس مهال د امريكايي ځواكونو ډير تړونونه له افغاني شركتونواوكمپنيوسره كيږي، چې مالي ارزښت يې يوميليارد ډالرو ته رسيږي، خو ښاغلي ایکن بيري څرګنده كړه، چې ښايي دا اندازه په راتلونكې كال كې دوو ميلياردو ډالرو ته ورسيږي.

په عين حال كې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه د دې هېواد د اقتصادي ودې لپاره د كورنيو توليداتواو محصولاتو معياري كېدل اړين بولي او وايي، چې هر توليدونكى او خصوصي سكتور، چې په دې برخه كې كار كوي بايد په لوړ كيفيت توليدات او محصولات بازار ته وړاندې كړي.

د سوداګرۍ او صنايعو د خونې دعامل پلاوي ريس محمد قربان حقجو وويل، چې په راتلونكې كال كې به بهرني ځواكونه او نړېوالې موسسې خپل لس فيصده اړتياوې له افغاني توليداتوڅخه ترلاسه كړي:
محمد قربان حقجو


"د تېرو اوو كلونو تجربې دا ښودلې، چې افغانان دا توان لري او په ډېرو مواردو كې يې د بهرنيانو له غوښتونو او معيارونو سره خپل توليدات برابركړي.

موږ تمه لرو، چې خصوصي سكتور په دې برخه كې لازمه هڅه وكړي او په دوه زره لسم ميلادي كال كې د بهرنيو ځواكونو لس فيصده د اړتيا وړ مواد له افغاني توليداتو څخه برابرشي."

دا مهال په افغانستان كې لسګونه توليدي شركتونه فعاليت لري خو ويل كيږي، چې لا هم دوى د خپل ضرورت وړ موادو يوه برخه له بهرنيوهېوادونو څخه راوړي.

دا سې نیوکې هم شته، چې ګوندې د افغاني شركتونو توليدات او محصولات ټيټ كيفيت لري او د توليد په برخه كې ددغو شركتونو د ظرفيت ټيټوالى د دې سبب ګرځيدلى، چې توليدات اومحصولات يې د خرڅلاو ښه بازار ونه لري.
XS
SM
MD
LG