ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې د روسيې د ولسمشر دا وينا راخستې، چې لويديځ بايد په افغاستان كې د يو خپلواكه حكومت په جوړولو كې مرسته وكړي.
ورځپاڼې په دوام كې د ديميتري مدودف په حواله ليكلي، كه چيرې په افغانستان كې ښكيل هېوادونه په دې برخه كې مرسته ونه كړي نو هغه ټولې هڅې به له ماتې سره مخ شي، چې په دغه هېواد كې د سولې او ټكاو د ټينګښت لپاره روانې دي.
ورځپاڼې د همدې مخ په غټ سرليك كې په افغانستان كې د اداري فساد مساله راخستې او د ولسمشر كرزي په حواله ليكلي، چې د اداري فساد نوې بڼه له بهرنيو مرستو زيږيدلې.
د ورځپاڼې په وينا ښاغلي كرزي دا څرګندونې د امريكا له پي، بي، اېس ټلويزيوني چينل سره په مركه كې كړي او وړاندې يى ويلي دي، چې د ده په نوي حكومت كې به د هغو كسانو لپاره هيڅ ځاى نه وي، چې په اداري فساد ككړ دي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د امريكا د ملي امنيت د سلا كار جيمز جونز دا سپارښتنه راخستې، چې د افغانستان له نوي حكومت سره بايد د امنيت او اقتصادي ودې په برخه كې مرسته وشي.
هېواد:
دې دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې تركيى ته د ولسمشر كرزي په سفر تبصره كړې او هيله يى ښودلې، چې له انتخاباتو وروسته د ښاغلي كرزي دا لومړنې بهرنې سفر به په افغانستان كې د امنيت د ټينګښت او بيارغونې په برخه كې د همكاريو په جلبولو كې ګټور ثابت شي.
دې ورځپاڼې هم د امريكا له پي، بي، ايس ټلويزيون سره د ولسمشر كرزي د مركې ځينې برخې راخستې او د هغه په حواله يې ليكلي، چې د فساد پر ضد په ګډه مبارزه كيداى شي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې دا خبر وركړې، چې د امريكا ولسمشر بارك اوباما د افغانستان پر ستراتيژۍ د غور وروستي پړاو ته رسيدلی دی.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې دا ځلې د برتانيى د حكومت د هغه سند ځينې جزيات خپاره كړي، چې له طالبانو سره د پخلاينې په خاطر افغان دولت ته سپارل شوي او د ورځپاڼې د ادعا له مخې د دوى لاس ته پرې وتلې.
ورځپاڼه ليكي، چې په دې سند كې په سياسي ماحول كې د طالبانو ادغام په دريو برخو ويشل شوی، چې تكتيكي، عملياتي او ستراتيژيكه برخه ده، چې له مخې يى د كويټې له شورا سره خبرې كيږي.
دې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د اداري مساله راخستې او په دې ترڅ كې د ولسمشر كرزي پرونيو څرګندونو ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې فساد له كومه ځايه پيل شوی.
افغانستان ټايمز:
دې انګليسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د خنزير د والګي خپرېدو ته په اشارې ليكلي، چې افغانستان له دې پلوه زيات زيان منونكې دی.
ورځپاڼې په دوام كې د دې يو اساسي علت په هېواد كې موجوده بيوزلۍ او د عامه پوهاوي نه موجوديت دی.
ورځپاڼې په يو بل څيړنيز مطلب كې هغه ستونزې او ننګونې څيړلې، چې د ورځپاڼې په وينا د ولسمشر كرزي د نوي حكومت په وړاندې پرتې دي.
ورځپاڼې په خپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د بيو لوړېدل انځور كړی او په كې دا ښودل شوی، سره له دې، چې خلك له دې بابته له سختو ستونزو سره مخ دي خو هېڅ يوه مرجعه نه شته، چې دا هر څه كنټرول كړي.
اصلاح او انیس:
اصلاح او انيس هم په بېلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.
انيس په خپله سرمقاله كې د اسلامي هېوادونو په اقتصادي غونډه كې د ولسمشر كرزي ګډون ته په اشارې د سيمې په ثبات كې د اسلامي هېوادونو رول څيړلی دی.
خو اصلاح بيا په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې شتو ستونزو ته په اشارې ليكلي، چې دا ستونزې په ګډه همكارۍ له منځه تلاى شي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ اړيكو ته كتنه كړې او په اوس ورځو كې د دواړو لورو ترمنځ هغه څه ته په اشارې، چې د ورځپاڼې په وينا لفظي شخړه ده ليكلي، چې دا د افغانستان له ملي ګټو سره اړخ نه لږوي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې افغان دولت ته د ناټو د عمومي منشي دا سپارښتنه راخستې، چې د اقتصاد په برخه كې بايد زيات كار وكړي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې انډرس فوك راسموسن، چې د ناروې له صدراعظم سره يې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه خبرې كولې په دې هم ټينګار وكړ، چې افغانان بايد د خپل هېواد د امنيت په ټينګښت كې زياته برخه واخلي.