د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۸

له افغانستانه د ملګرو ملتو په سلګونو ماموران وځي


ملګرو ملتو اعلان وکړ چې په موقت ډول به په سلګونو کسان له افغانستانه وباسي. ملګري ملتونه د امنیت ته د اندیښنې لپاره خپل نړیوال کاروکوونکي له افغانستانه باسي.

په کابل کې د ملګرو ملتو ویاند علیم صدیق وویل چې له یولس سوه کارکوونکو څخه به د شاوخوا شپږ سوو ځای تغییر کړي او د افغانستان دننه به یې مصونو ځایونو ته ولیږدوي او نور به موقتا له دغه هیواده وباسو. علیم صدیق زیاته کړه :

((موږ اټکل کوو چې په یوه نه یوه ډول زموږ تقریبا دولس فیصده کارکوونکي په ټول افغانستان کې متاثره شوي دي. اوس د دوی یو شمیر ښایي دلته د کابل په نورو سیمو کې ځای پرځای شي))

ملګرو ملتونو د تیرې اونۍ د چهارشنبې د ورځې له حملې وروسته چې په کابل کې د دوی د کارکونکو پر یوه میلمستون وشوه او ددوی پنځه تنه ماموران ووژل شول دا پریکړه وکړه.

ملګرو ملتو ویلي دي چې په افغانستان کې به د خپلو کارکوونکو له تغییراتو سره د دوی پر کارونه منفي اثر ونه شي. علیم صدیق په دې اړه وویل چې هغه وخت به بیرته خپل ماموران ځای پرځای کړو چې امنیتي شرایط مساعد شي، خو ده زیاته کړه چې اوس هم له دغو بدلونونو سره د دوی پر کار منفي اغیز نه پریوزي:

((موږ پر خپلو ژمنو ولاړ یوو څو ډاډه شو چې زموږ ټول پروګرامونه او فعالیتونه روان دي. خو ښکاره ده چې د تیرې اونۍ له پیښو وروسته موږ دې ته اړتیا لرو چې دې ته وګورو چې په څه ډول موږ ډاډه کیدای شو چې ږموږ کارکوونکي دغه پروګرامونه او فعالیتونو ته ادامه ورکولای شي خو په عین وخت کې موږ د هغوی امنیت ساتو))


ملګري ملتونه له نژدې نیمې پیړۍ په افغانستان کې کار کوي. په کابل کې ددې سازمان ویاند وویل چې موږ په دې پوهیږو چې افغانان نه غواړي چې موږ هلته کار ونه کړو او موږ هم له دغه هیواده د وتلو په حالت کې نه یوو. موقتا خپل کسان له یوه ځایه بل ته بدلوو.
XS
SM
MD
LG