د جمهوري رياست په انتخاباتو كې د حامد كرزي اصلي سيال ډاكتر عبداله عبداله، چې د دوېم دور په انتخاباتو كې يې له ګډون څخه ډډه كړې وه، نن خبريالانو ته وويل، د انتخاباتو خپلواك كمېسيون دا پرېكړه کړې، چې حامد كرزى يې د هېواد د ولسمشرپه توګه اعلان كړ، قانوني اساس نه لري.
ښاغلي عبداله، چې د چهار شنبې په ورځ په كابل كې يوې غونډې ته خبرې كولې، پر خپلو پلويانو غږ وكړ، چې هيڅ غيرې قانوني حركت ونه كړي، نوموړي زياته كړه، چې د قانون په چوكاټ كې به خپلې مبارزې ته دوام وركوي.
نوموړي وويل، د كمېسيون پرېكړه د قانون پر اساس نه ده شوی، خو و يې نه ويل، چې كمېسيون له كومې لارې كار اخيستى و:
"دوه ورځې مخكې د انتخاباتو كميسيون، چې د اعتبار د نشتوالي له امله يې انتخابات دوېم دور ته ولاړ نه شول، همدې كميسيون د ولسمشر د ټاكلو پريكړه صادره كړه.
دا پريكړه قانوني اساس نه لري، خپلو خلكو ته يو ځلې بيا خپل تعهد تكراروم، چې د يوه سالم حركت په راس كې به د خلكو د ارادې د تمثيل، د قانون د حاكميت د ټينګښت او د ديموكراسۍ د پياوړتيا لپاره به په دې لاره كې خپل كار او مبازرې ته دوام وركوم."
ډاكتر عبداله زیاته کړه، چې په راتلوونكي حكومت كې د كار لېوالتيا نه لري، ده وويل، چې نوى حكومت به بيا هم هغه ستونزې ولري، چې په تېرو اتو كلونو كې يې لرلې.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون د تېرې دوشنبې په ورځ وروسته تر هغه د افغانستان لپاره حامد كرزى د پنځو كلونو لپاره دوهم ځل ولسمشراعلان كړى، چې ډاكتر عبداله تر هغه يوه ورځ مخكې په دوهم دور انتخاباتو كې د نه ګډون ويلي وه.
د انتخاباتو خپلواك كمېسيون ريس عزيز الله لودين وايي، چې دا پرېكړه يې د قانون له مخې كړې:
" د ټاكنو خپلواك كمېسيون يو قانوني كمېسيون دى، د افغانستان د اساسي قانون پر اساس جوړ شوى او كومه پرېكړه، چې د كميسيون د كمېشنرانو بورډ له خوا شوی هغه هم د افغانستان د نافذه قوانيونو پر اساس شوې ده او د قوانيونو سره هيڅ ډول توپير نه لري."
د دې سره، چې ډاكتر عبداله ته د انتخاباتو خپلواك كمېسيون پرېكړه د منلو وړ نه ده، د نړۍ ډېرو ولسمشرانو او د ملګروملتونوعمومي منشي د انتخاباتو كمېسيون پرېكړه ستايلې او ولسمشر حامد كرزي ته يې د مباركۍ تر څنګ د مرستو ژمنه هم كړې.
ښاغلي كرزي د سې شنبې په ورځ پر ټولو افغانانو غږ وكړ، چې د حكومت دروازې يې د ټولو پر مخ خلاصي دي او هر څوك، چې دې هېواد ته خدمت كوي ورته د زړه له كومې هر كلى وايي.
معصوم ميوند