د كورنيوچارود وزارت وياند زمری بشري د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل، چې د مخدروموادو پرضد د مبارزې ځانګړو ځواكونو، د هلمند ولايت د مارجې په ولسوالۍ كې د يو لړعملياتو په لړكې د مخدرو موادو يوشمېر قاچاق كوونكي ځپلي او مختلفوال ډوله مخدرمواد يي ورڅخه نيولي دي. ده وويل:
"د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو پرون وکولای شو چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یوه غټه اندازه مخدره توکي کشف شوچې له منځه یې یوسي. چې تقریبا ۱۰۰۰کیلو ګرامه چرس له منځه تللي دي، ۲۲۵۰کیلو ګرامه امونیم کلورایډ له منځه تللي دي"
زمری بشري زیاته کړه، د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې ځواكونو تصميم نيولى، چې په هغه ولايت كې د دى موادو د كښت د مخنيوي او د قاچاق كوونكو د فعاليتونو د شنډولو لپاره، د دوى هڅې نورې هم جدي او پراخې شي وويل:
"د کورنیو چارو وزارت سږ کال د مخدره توکو پرضد ډېره ښه مبارزه کړی ده او په ۲۰۰۸ کال کې هم ښې لاسته راوړنې درلودې او هیله لرو، چې سږکال مو هم لاسته راوړنې ښې وي."
د دى وزارت د معلوماتو له مخې، په دې عملياتو كې د قاچاق كوونكو يو تن له پوليسو سره په نښته كې هم وژل شوي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د يوشمېر بهرنيو موسسو راپورونه وايي، چې اوس هم افغانستان هغه هېواد دى، چې د مخدرو موادو د توليدونكو هېوادونو په سركې شمېركيږي.
په دې هكله د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، دوى په وروستېوڅلوروكلونوكې د هېواد په شلو ولايتونو كې د كوكنارو كښت په بشپړه توګه له منځه وړي اوهڅه كوي، چې په راتلونكي كال كې، دا شمېره نوره هم پورته شي.
خان محمد سيند