د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۵

قانوني:د قرانكريم د سوزولو موضوع بايد وڅيړل شي


محمد يونس قانوني وویل، چې له امنيتي اوكشفي ارګانونو په همكارۍ به په دې اړه څيړنه وكړي .
محمد يونس قانوني وویل، چې له امنيتي اوكشفي ارګانونو په همكارۍ به په دې اړه څيړنه وكړي .
د ولسې جرګې رييس محمد يونس قانوني د دوشنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه كې د ديني اوفرهنګي چاروكميسيون ته وظيفه وركړه، چې له امنيتي اوكشفي ارګانونوسره په همكارۍ په دې اړه څيړنه وكړي او د خپلو تحقيقاتو نتيجه د دې جرګې راتلونكې عمومي غونډې ته وړاندې كړي:

"بايد په دې اړه د مربوطه ارګانونوله خوا لكه د دفاع اوكورنيو چارو وزارتونو، د ملي امينت رياست او نورو ادارو له خوا تحقيقات وشي، د تحقيقاتو نتيجه به تاسوته راوړي او تاسو به يې په اړه تصميم ونيسي ترڅو تاسو خپلو ديني احساساتو ته پوره درناوى كړى وي."

په ولسې جرګې كې د خلكو يوشمېراستازي په ميدان وردګو ولايت كې د بهرنېو ځواكونو له خوا د قران كريم د سوزولو له امله ډير په غصه وو او ويل يې، چې بايد د افغانستان دولت په دې اړه جدي غبرګون وښيي.

خود دې جرګې ځينې نورغړي بيا په دې باور وو، چې بايد په دې برخه كې احساساتي عمل ونه شي او له قانوني لارو چارو استفاده وشي.

د ولسې جرګې يو تن غړي محمد داود سلطان زوى په دې اړه خپل نظر داسې څرګند كړ:


"په دغه ډول مسايلوكې سياسي عمل مه كوئ موږ بايد ستونزې ډيرې نه كړو، احساساتي چلند ونه كړو زموږ په ټولنه كې احساساتي ځوانان ډيردي.موږبايد په احتياط او تعقل سره اقدام وكړو، د پېښې د څرنګوالي له معلومېدو مخكې بايد قضاوت ونه كړو."

د ځينو راپورونو او ادعاو له مخې بهرنيو ځواكونو په ميدان وردګو ولايت كې قران كريم ته اوراچولى، په تېرو څو اونيو كې د بهرنيو ځواكونو د دې عمل په غبرګون كې د افغانستان په مختلفوسيمو كې مظاهرې او لاريونونه هم شوي.
خو په افغانستان كې ميشتو نړېوالو ځواكونو ويلي، چې دوى هيڅ داسې كارنه دى كړى، چې د اسلام دين ته سپكاوى وي.

نړېوالو ځواكونو څرګنده كړې له سيمه ايزو چارواكو سره يې د دې مسالې په اړه جدي تحقيقات كړي، چې له مخې يې ښكاري، چې بهرني ځواكونو په دې موضوع كې لاس نه لري.
XS
SM
MD
LG