په داسې حال كې چې د ښځو په اړه پروژې د دولت د ملي ستراتيژې يوه برخه جوړوي خو د افغانستان د ښځو د چارو وزارت غواړي چې د راتلونكي لمريز ميلادي كال د دولت د بودیجې يوه برخه د ښځو او نارينه و د ټولنيزجنسيت د تساوې يا جندر لپاره ځانګړې شي.
د دې وزارت د انسجام او بهرنيو اړيكو مشرې فوزيې حبيبي له ازادۍ راډيو سره په مركې كې وويل چې په دې روزنيزي دورې كې به د دولت د وزارتونو يو شمېر چارواكي په دې وپوهول شي چې څرنګه د راتلونكي كال په بودیجې كې د ښځو له دا راز حق څخه دفاع وكړي:
"تاسو پوهيږې چې د وزارتونو بودیجې دوه مياشتې وروسته جوړيږي موږ غواړو چې د پلان ريسان مرستيالان يې او زمونږ د جندراستازې پيش بين اوسي چې كوم ډول پروژې په خپلو پلانونو كې ځای پر ځای كړي او څنګه د ماليې په وزارت كې ترې دفاع وكړي او د ښځو د وزارت وظيفه د دوی په دفاع كې څه ده."
كه څه هم چې په دولتي ادارو كې د ښځو او نارينه و د ټولنيزجنسيت د تساوې يا جندر په اړه ډير ټينګار كيږي خو يو شمېرافغان ميرمني په دې باور دې چې په دولتي ادارو كې ښځې په ټيټو دولتي څوكيو كې كاركوي او له نارينه وو سره يې د ټولنيزې تساوي برابرې ته اوږده لار پاتې ده.
خو بل خوا د فوايد عامې د وزارت د ښځو د چارو مسووله انجنير قدسيه كاكړ وايي چې په خپله ښځې له نارينه وسره د ټولنيزي تساوي لپاره هڅې نه كوي:
"يو خو ښځو ته د اداراتو له خوا نه دغه زمينه مساعده شي چې کم از کم ښځو ته يو فرصت وركول شي چې د اجرات پيدا كړي.
او بل زما په نظر مهمه خبر داده چې ښځې له دغې حالت نه ځان وباسي مثلا كوشش وكړي چې خپل ظرفيت ته ارتقاع وركړي، كورسونه او وركشاپونو كې ګډون وكړي، مصاحبو كې سهم واخلي ځانونه لوړو پوستونو ته كانديد كړي.
ځان باندې اعتماد پيدا كړي خپل د وجود ارزښتونو ته دې اهميت وركړي چې پوه شي زه څه ارزښت لرم كه په سياسي يا نورو ټولنيزو ډګرونو كې وي."
افغان حكومت اعلان كړې چې تر ۲۰۱۸ ميلادي كال پورې به د دولت د رهبرې په سلوكې ۳۰ فيصده ښځې وي دا په داسې حال كې ده چې اوس مهال دغه شمېره په سلوكې ۹ فيصده جوړوي.
خو د ښځو د چارو وزارت وايې د ښځو د ظرفيتونو د لوړولو لپاره يې د هېواد بېلابېلو ولايتونو كې په كچه يې د دولتي او غير دولتي ټولنو له لارې پراخه هلې ځلې پيل كړي دي.