د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

ایران په افغانستان کې د بیا رغونې پر څو پروژو کار پیلوي


په کابل کې دایران سفیر ښاغلي مالکې وویل هېواد به یې ډېر ژر ددې پروژ کار پیل کړي .
په کابل کې دایران سفیر ښاغلي مالکې وویل هېواد به یې ډېر ژر ددې پروژ کار پیل کړي .

په كابل كې د ايران سفير د شنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وويل ،هېواد یې په افغانستان كې د څوارلس مليونو ډالرو په ارزښت څلور لويې اقتصادي پروژې پيلوي.

په كابل كې د ايران سفير فداحسين مالكي د شنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وويل چې دغه پروژې د روغتيا، مخابراتو او په يو شمېر نورو برخو كې دي.

ښاغلي مالكي وويل چې ايراني پلاوى به د دغه پروژو د پرانيستنې لپاره ډير ژر د افغانستان په دوره راووځي:

"موږ په نږدې راتلونكې كې دڅوارلس مليون ډالرو په ارزښت څلور پروژې په پام كې لرو چې په كابل كې د يو تخصصي كلنيك جوړول، كابل ته د توان بښخلو د مركز جوړول، د مخابراتي مركزونو جوړول او د هرات د فني حرفو مركز چې دا هم په تېرو ۳۰۰ مليونو ډالرو يو زياتونه ده البته د بيا رغاونې يو شمېر نورې پروژې هم په پام كې دي چې په خپل وخت سره به يې اعلان كړو."

په كابل كې د ايران سفير د افغانستان او ايران تر منځ د سوداګريزو اړيكوو د پراختيا خبره ياده كړه او د دواړو هېوادونو تر منځ د صادراتو پرمختګ ته په اشارې سره وويل چې په دغه برخه كې د تېر كال په پرتله په سلو كې شل زياتوالى راغلى دى او دغه رقم شپږ سوو مليونو ډالرو ته پورته شوى دى.

ښاغلي مالكي دغه شان وويل چې د ايران د ولسمشر د لارښوونې سره سم په دې ورستيو كې د افغان كډوالو لپاره په ښوونځيو او پوهنتونونو كې هم د زده كړو په برخه كې يو شمېر اسانتياوې برابرې شوې دي.

د ايران سفير په سږني ژمي كې د افغان كډوالو د راستنولو د پروګرام په اړه وويل:

"موږ په دوو تېرو ژمیو كې په دې اړه غونډې لرلې او تر ډيره مو مخنيوې كړى دى ، اوس هم هڅه كوو، خو سږ كال موږ د كډوالو د چارو له وزارت سره په دې اړه غونډه نه درلوده، هيله مو دا ده چې دا شان غونډې دوام ومومي ځكه چې بيا ستونزې راولاړيږي خو موږ هم د دې پلويان نه يو او انشالله چې داسې څه به نه پيښيږي."

ښاغلي مالكي دا اوازې هم درواغ وگڼلې چې ګوندې د ايران سرحد د افغان بې ويزې مسافرو پر مخ پرانيستل شوى دى خو زياته يې كړه چې د افغان سوداګرو او نورو افغانانو لپاره د ويزې د وركړې لارې اسانه شوې دي .

په كابل كې د ايران سفير دغه شان د مخدرو مواد پر ضد د مبارزې په برخه كې هم د دواړو هېوادونو ګډې هڅې د پام وړ وګڼلې ويې ويل چې د مخدرو موادو د پوليسو د روزنې په برخه كې هم غواړي خپلې تجربې له دغه هېواد سره شريكې كړي.
XS
SM
MD
LG