د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۱

سې شنبې ، اکټوبر نېټه


یو شمیر لویدیځو چاپي خپرونو افغانستان ته د اضافي امریکايي سرتېرو د استولو په پر سر په روانو بحثونو مقالې خپرې کړي . احمد تکل ورته کتنه کړې:

سندی ټایمز :

په لندن کې چاپیدونکې دې اونیزې په خپله پرونۍ ګڼه کې افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو لپاره د امریکا او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان د غوښتنې په اړه یو مطلب خپور کړی چې په یوه برخه کې يې راغلي دي:

ولسمشر بارک اوباما د امریکا د پوځي چارواکو له خوا پرله پسې تر فشار لاندې دی چې د جنرال سټېنلي مک کرېسټل غوښتنې ته غاړه کېږي.

خو اونېزه لیکي چې له بلې خوا په واشنګټن کې دا نظریه هم ورځ په ورځ په پراخېدو ده چې د افراطي وسله والو پرضد مبارزه نوره نو د طالبانو پرضد اغېزمنه تګلاره نه ده.

سنډې ټایمز لیکي، د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس هم د ډېرونورو چارواکو په څېر افغانستان ته داضافي عسکرو له استولو سره موافق نه دی او له دې وېره لري چې په افغانستان کې د عسکرو زیاتول به مخالفین نورهم وپاروي.

دی د عسکرو د زیاتولو پر ځای غواړي چې د سړک دغاړې بمونو پر کشف او شنډولو ډېر تمرکز وشي ځکه همدا په افغانستان کې د نړیوالو سرتېرو د مرګ ژوبلې تر ټولو لوی عامل دی.

تمه ده چې افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو په اړه پرېکړه په راروانو دوو اونیو کې وشي او سنډې ټایمز زیاتوي چې عمومي نظر دا دی چې د امریکاولسمشر ښايي د مک کرېسټل د غوښتنې د نیمايي شمېر له استولو سره راضي شي.

سنډې ټایمز د سپینې ماڼۍ د جګړې د شورا د یوه غړي له قوله چې د تېرې چارشنبې په ورځ، د ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت د ډلې په غونډه کې حاضر و، لیکي چې وايي، مرستیال ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکایي قواوو د اېستلو، او د القاعده شبکې پرضد د بې پيلوټه الوتکو پر حملو د ډېر تمرکز وړاندیز وکړ. سنډې ټایمز لیکي چې دا به پر پاکستان، چې د ځینو په نظر د القاعده شبکې د اصلي ځالې په توګه د امریکا ملي امنیت ته ګواښ کوي، د تمرکز په معنی وي.

واشنګټن پوسټ:

دې ورځپاڼې هم په خپله پرونۍ ګڼه کې ددې موضوع په اړه یو مطلب خپور کړ اولیکي، په داسې حال کې چې ولسمشراوباما په افغانستان کې د جګړې د ستراتیژۍ په اړه بحثونه کوي، په دې بحثونو کې یوه شامله طرحه دا ده چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پیاوړي کولو او روزنې ته باید جدي پاملرنه وشي.

واشنګټن پوست زیاتوي، د امریکا د خلکو او حکومت لپاره، چې د افغانستان د اته کلنې جګړې ډګر ته د نورو عسکرو په استولو کې زړه نازړه دي، دا فکر چې له افغانانو سره دې مرسته وشي څو خپله جګړه په خپله وکړي ښايي په زړه پورې وي، خو دا داسې یوه طرح ده چې باید یوځل وآزمېیل شي.

ورځپاڼه په واشنګټن کې د سټېمسن د امنیتي چارو د مرکز له خوا په خپره شوې څېړنه کې د وړوجګړو په نوم د خپرونې د مسوول مدیر رابرت هَدیک د لیکنې یادونه کوي چې د امریکا له لوري په نورو هېوادو کې د امنیتي ځواکونو د روزنې تجربې ته يې کتنه پکې کړې.

هدیک که څه هم په دې باور دی چې د افغان امنیتي ځواکونو پیاوړي کول ګټور کار دی، خو استدلال کوي چې که چېرته امریکايي پالیسي جوړوونکي دا هیله لري چې دا ځواک به، په افغانستان کې د مېشتو امریکايي سرتېرو پرځای یو وړ او ډاډمن بدیل وي، نو په واروار به له دې خبرې پښېمانه شي.
XS
SM
MD
LG