د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۹

شېرمحمدکریمي : موږ له صفره د ملي اردو شمېر ۹۵ زرو ته رسولی دی


د افغان ملي اردو سرتېري
د افغان ملي اردو سرتېري
د افغانستان د ملي اردود جوړولو په اړه په تېرو اتو کلونو کې لاسته راوړنې او ستونزې موجودي دي.

یو شمېر انتقاد کوونکي وایي د افغانستان ملي اردو او امنیتي ځواکونه تر اوسه ددې وړ نه دي چې د افغانستان په ثبات کې دې پوره ونډه واخلي او په تدریجي ډول دي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره لار هواره کړي .

جنرال شېر محمد کریمي چې دا مهال د افغانستان په دفاع وزارت کې د اپراسیون رئیس دی، لومړنی افغان پوځي دی چې د انګلستان له شاهي پوځي اکاډمۍ څخه د فراغت سند تر لاسه کړی دی.

جنرال کریمي چې وروسته یې په امریکا او اروپا کې هم پوځي زده کړي کړي دي، په عسکري مسلک کې تکړه افغان جنرال دی ،خو د افغانستان د ملي اردو د بیا رغونې او تجهیز په اړه د ده نظر له غربي پوځیانو سره توپير لري.

د افغانستان د اردو زیات شمېرافسرانو په پخواني شوروي اتحاد کې زده کړي کړي دي ، خو جنرال شېر محمد کریمي چې د لویدیځ په مهمو پوځي اکاډمیو کې یې زده کړي کړي او ښه کاري تجربه هم لري ، د افغانستان د نوي پوځ د جوړیدو او تجهیز په اړه وایي:

ملی اردو واقعاً مخ پر وده ده ، ملي اردو شته، ملي اردو جوړیږي ،خو موږ ټول بې حوصلې یو او هر څه په یوه ورځ غواړو. هر څه په یوه ورځ نه شي کیدای. موږ په اقتصادي لحاظ څه نلرو، هیواد مو غریب دی، دېرش کاله مو جنګ تېر کړی، اوس هم په جنګ کې یو. د نړۍ په مرسته پر مخ روان یو خو په دې اتو کلونو کې موږ له صفره د پوځ شمېر ۹۵ زرو ته رسولی دی.


د ځینو راپورونو له مخي د افغانستان د ملي اردو په سلو کې ۹۰ افراد لیک - لوست نه شي کولی او زیات شمېر عسکر د جنوب په خطرناکو سېمو کې خدمت ته هم زړه نه ښه کوي له همدې امله له پوځ څخه د تیښتې او فرار کچه لوړه ده.

د افغانستان ملي پوځ د تجهیز او وسایلو په برخه کي هم زیاتې ستونزې لري . پوځې قطعات هلیکوپترونه، ټانکونه ، توپونه او نور مهم وسایل نه لري . همدا دلیل دی چی ملي پوځ په خپلو پښونه شي دریدلای او په اکثر پوځي ماموریتونو کي د نړیوالو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري.

پر دې ټولو بدګومانیو اواندیښنوسره سره ، د اروپایي متحدینو په شمول زیات شمېر هیوادونه په دې بارو دي چې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې د یوه بادسپلینه ملي پوځ جوړول پر ځای او مناسب انتخاب دی.

د افغانستان د ملي پوځ د روزني او تجهیز په چارو کي انګلستان، فرانسه او جرمني مخکښه ونډه لري.

د سپتمبر پر دېرشمه نېټه د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما له خپلو جګ پوړو پوځي ، امنیتي مشاورینو او ډپلوماتانو سره غونډه وکړه او د افغانستان پر نوي ستراتیژۍ یې خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ په دي مهمه غونډه کې د افغانستان پر ستراتیژۍ د بحث پر څنګ د امریکایي او ناتوځواکونو د قوماندان جنرال سټینلې مککریستال پر هغي غوښتنې هم غور وشو چې وایي په افغانستان کي د بري لپاره دي نور څلویښت زره عسکر هم واستول شي.

په ۲۰۰۱ میلادی کال د افغانستان د ملي پوځ شمېر اویا زره ټاکل شوی و، وروسته دا شمېر ۱۳۴ زرو ته پورته شو . دا مهال وړاندیز شوی چې په ۲۰۱۳ میلادي کال دي د افغانستان د ملي پوځ شمېردوه لکه او څلویښت زره او د پولیسو شمېر دي یو لک او شپیتو زرو ته پورته شي.

کیرل ډایزنګر چی د نیویارک په پوهنتون کې د ادبیاتو د پوهنځي استاده ده او د بریالیتوب کمپ په نامه د فلم جوړولو په مقصد یې څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي دي، وایي، هر څوک چې د افغانستان د ملي پوځ د قوت په اړه شک لري په حقیقت کي د افغانانو د آزاد طبعیت پر حقیقت سترګي پټوي.

ډایزینګر وایي:
د افغانستان د پوځ له کومو افسرانو او عسکرو سره چې ما خبرې کړي، دوی وایي: مونږ موادو ته اړتیا لرو، موږ روزني او ملاتړ ته اړتیا لرو، موږ غواړو چې خپل پوځ ولرو. یوه ځوان سړي راته وویل افغانستان زموږ هیواد دی ، جګړه یې زموږ ده.

په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزو کې سیاست د افغانستان پوځ ته لاره وکړه او په ۱۹۹۲ میلادي کال کله چې مجاهدین پر کابل واکمن شول نو د افغانستان پوځ په تنظیمي او جهادي ډلو کې مدغم او منحل شو.

د افغانستان د ملي پوځ بیا رغونه او پر پښو درونه اسانه کار هم نه دی او زیاتي ستونزې لري.
د افغانستان د پوځ پخوانی جنرال امرالله امان وایي د افغانستان په پوځ کې باید کیفیت، نظم ، مورال او ډسپلین ته زیات پام واړول شي.

جنرال امان وایي د افغانستان په پوځ کې پخوانۍ جهادي ډلې زیات نفوذ لري او دوی نه غواړي چې یو مسلکي پوځ دي جوړ شي او دا کار د خپلو شخصي ګټو په تاوان بولي.
XS
SM
MD
LG