راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د افغانستان د روان امنيتي حالت په اړه په يو مطلب كې د بهرنيو چارو د وزير په حواله ليكلي، چې په هيواد كې د ثبات د ټينګښت لپاره د ملي اردو او پوليسو پياړې كولو ته اړتيا ده.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د امريكا ددفاع د وزير په وروستيو څرګندونو تبصره كړې او په افغانستان كې د امريكا مامويت ته په اشارې د رابرټ ګيټس په حواله ليكلي، چې په افغانستان كې د امريكا ماتې به يو ناورين وي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په كابل كې د ښارګوټو د جوړلو روان بهير ته هم كتنه كړې او د كابل ښاروال په حواله يى ليكلي، چې په جوړو شويو يوديرشو ښارګوټو كې يوازې څلور يى قانوني جواز لري.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي او بيلابيل مطالب يى پرى خپاره كړيدي.
انيس بيا پخپله سرمقاله كې د افغانستان روان انتخابات له تيرو انتخاباتو سره پرتله كړي او ليكلي، چې ددوى په منځ د امنيت او د خلكو د مشاركت په برخه كې زيات توپير موجود وو.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې دا سپارښتنه كړې، چې ولس بايد د توطيو په وړاندې بې تفاونه پاتې نه شي.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د افغانستان د روانې وضعې په اړه د ځينو لويديځو هيوادونو انديښنو ته په اشارې دا ويره څرګنده كړې، چې ممكن امريكا په افغانستان كې يوازې پاتې شي.
ورځپاڼې پخپل يو څيړنيز مطلب كې له ولسمشر كرزي نه د امريكا او د هغه د متحدينو د ملاتړ يادونه كړې او ليكلي، چې دغو هيوادونو تمه ښودلې، چې ولسمشر كرزې د راتلونكې پنځه كلنې دورې لپاره په واك كې پاتې شي.
ورځپاڼې بيا د ولايتي شوراګانو په انتخاباتو كې هم د درغليو په اړه د يو شمير كانديدانو شكايتونه راخستي دي.