د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

د نړۍ اقتصادي قدرتونه غونډه کوي


تیر ځل چې د جي شل یا د نړۍ د شلو اقتصادي قدرتونو مشرانو غونډه وکړه د اقتصادي بحران د عاجل مخنوي مساله یې وڅیړله. دغو مشرانو په اپریل کې په لندن کې پریکړه وکړه چې یو ترلیون ډالره په نړۍ کې د اقتصادي په ټپه ولاړ حالت د تحرک او د کارونو پر حفاظت ولګوي.

پر دې پریکړې نژدې شپږ میاشتې تیریږي او په داسې حال کې چې د اقتصادي رغاونې نښې ترسترګو کیږي نو دا ځل مشرانو د اقتصادي بحران د مخنوي لپاره یوې بلې مسالې ته پاملرنه کړې ده.

د نړۍ د شلو اقتصادي قدرتونو په سرمشریزې کې دا ځل دا مساله څیړل کیږي چې څرنګه کولای شو چې بیا په نړۍ کې سخت اقتصادي بحران پیل نه شي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما تیره شنبې په خپلې راډیویي وینا کې وویل، نړیوال اقتصادي بحران تر مشخصو سرحداتو پورې محدود نه دی نو هر څوک باید ډير مسوولانه چلند وکړي:

((د جي شل هیوادونو په غونډه کې به هغه مسایل وڅیړل شي چې څرنګه د نړیوال اقتصادي بحران مخه نیول کیدای شي او څرنګه د نړۍ چارچاپیره د یوه اصول له مخې اقتصادي تشې ډکولای شو، هغه خلاوې چې په بې اعتنایۍ، بې مسوولیتي رامنځته کوي او اقتصادي بحران ته لاره هواروي))

له دغو خالي ګاهو څخه یوه هم بانکي ګټه ده، که دقت ونه شي ورسره بانکونه له سقوط سره مخامخیږي او په دې ډول د اقتصادي بحران اور ته پکی وهل کیږي.

هالنډ چې د شل اقتصادي قدرتونو په ډله کې نه دی د پیټسبورګ غونډې ته بلل شوی دی، دغه هیواد داسې قوانین روانه میاشت تصویب کړل چې ورسره بانکي ګټې محدودیږي.

جرمني بیا داسې اصول وضع کوي څو هغه کسان وهڅوي چې بیرته بانکي ګټه بانک ته وسپاري او یا دوی ته ووایي ، که بانک سقوط کاوه خپل مسوولیت په خپله غاړه واخلئ.

د امریکا حکومت بیا په جون کې یو تن دې ته موظف کړ چې د هغو بانکي ګټو څیړنه وکړي چې مقدار یې زیات دی. امریکایي اداره همداراز غواړي چې د لومړي ځل لپاره د بانکونکو د تاوان پر تګلارې غور وکړي څو ډاډ تر لاسه کړي چې بانکونه د اقتصادي زیان خطر ته اوږه ورنه کړي.

اروپایي ټولنې تیره اونۍ پریکړه وکړه چې د جي شل هیوادونو په سرمشریزه کې داسې تعهدات تر لاسه شي چې بانکونه اړایستل شي چې بانکي ګټې هغه وخت لږې کړي چې ګټې یې کمیږي.

په دې اړه د سویډن صدراعظم فریدریک رینفیلدت وویل:
((زه خوشاله یم چې ووایم، زموږ له نظره د بانکي ګټو پوکڼۍ نن شپه وچاودیده))

احتمالا د جي شل هیوادونو په غونډه کې به د بانکونو د ګټې په برخه کې پریکړې وشي خو امریکا دې ته لیواله ده چې بانکي ګټي مشخصې نه شي.
بل لور ته واشنګتن غواړي د جي شل هیوادونو په غونډه کې د بانکونو د حمایت وړاندیز وکړي.

له دې سره د جي شل هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د روانې میاشتې په پیل کې موافقه وکړه نو غالبا به د پیتسبرګ په غونډه کې سلا پرې وشي.
XS
SM
MD
LG