د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي غونډه کوي


د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې څلورشپیتمه غونډه په رسمې ډول پيل کیږي او بحثونه به یي اوه ورځي دوام وکړي.

د عمومي اسمبلې پدي غونډې کي به د امریکا د جمهور رییس بارک اوباما پشمول ، د ۱۲۰ دولتونو او حکومتونو مشران ګډون وکړي. د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې دغونډې په اجندا کي به د افغانستان، عربو او اسراییلو د شخړې او آذربایجان د نګورنو قره باغ د راتلونکې پشمول مهمې مسلې د نورو مسلو په سر کي وي.

تمه ده چی د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د امریکا د جمهور رییس بارک اوباما د چهارشنبې د ورځې پرانستونکي وینا، د مشرتابه او د ځان ځانۍ په ځاي، د مختلفو هیوادونو تر منځ په همکارۍ ټینګار وکړي . دا همکاري د نړیوالې ټولنې لپاره چي نن سبا له سترو چیلجونو سره مخامخ ده، ډېر اهمیت لري.

په ملګرو ملتونو کي د امریکاسفېره سوزان رایس وایي، جمهور رییس اوباما به په خپلې وینا کي هغو ګواښونو ته هم اشاره وکړي چي د تروریزم ، ډله ایزې وژني، جنایتونو، د ایران اوشمالې کوریا له خوا د هستوي ګواښونو ، مختلفووباګانو او نړیوالو جنایي شبکو له خوا نړۍ ته متوجه دي.
رایس وایي امریکا پدي پوهیږي چي امنیت یي د نورو خلکو له هوسایي سره تړاو لري.

اسوشئتد پرس آژانس وایي داچي جمهور رییس بارک اوباما له نړیوالو سره په معاملو کی بدلون راوستی اود نړۍ مسلمانانو ته یی د دوستۍ لاس غزولی، په عمومي اسمبلې کي ممکن د وینا په مهال د برخه والو له تاوده هرکلي سره مخامخ شي.
دنړۍ د مشرانو په ډله کي د جاپان نوی صدراعظم یوکیوهاتو یاما چي د اروپایي اتحادیی په څېر، د آسیایي هیوادونو تر منځ د یوې واحدي کرنسۍ یا پولې واحد غږ یي کړی، هم ګډون کوي.

هاتو یاما د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د غونډې په څنګ کي د چین له جمهور رییس هوو ژینتاو سره هم وکتل او د جاپانیو چارواکو په حواله ، دواړو مشرانو د ښو اړیکو درلودلو هیله وکړه.

ټاکل شوي چي د امریکا جمهور رییس بارک اوباما به د عمومي اسمبلې په جریان کي د جاپان له نوي صدراعظم او د لیبیا له جمهور رییس معمر القضافي سره چي د خپلې څلویښت کلني واکمنۍ په جریان کي د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو په عمومی اسمبلې کی ګډون کوي، هم وګوري. په روان وخت ګی د عمومي اسمبلې ریاست د لیبیادسفېر علي عبدالسلام طریقي په غاړه دی.

د امریکا جمهور رییس به دغه راز د روسیې له جمهور رییس دیمتري میدودیف او د چین له جمهور ریس هوو ژینتاو سره هم وګوري.

جمهور رییس اوباما به یوازي له یوه مشر یعني د ایران له جمهور رییس محمود احمدي نژاد سره ونه ګوري که څه هم چي دواړه مشران به په هغي غرمنۍ کي هم ګډون وکړي چی د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کیمون به یي برابره کړی .

له بلې خوا د بشري حقونو ډلې په عمومي اسمبلی فشار اچوي چی په ایران کي د جون د میاشتو انتخاباتو وروسته په دغه هیواد کی له بشری حقونو څخه د سرغړونو د څیړلو لپاره دي یو خاص استازی وټاکي.

د عمومی اسمبلې د غونډې په جریان کي به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو دایئمي غړیو هیوادونو او جرمني استازي د ایران د هستوي پروګرام په اړه د اروپایي هیوادونو له مشرانو سره هم جرګه شي او د نویو خبرو په محتوا باندي چي د اکتوبرپه لومړۍ نیتټي به پیل شي، بحث وکړي .
د ایران دبهرنیو چارو وزېر منوچهر متکي وایي هیله من دی چي د اکتوبر خبرې به د ایران د هستوي لانجي د حل لپاره لار هواره کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د رسمې غونډې له پیل مخکي جمهور رییس بارک اوباما د هیوادونو له ځینو مشرانو سره خبرې او کتني پيل کړي او پدي لړ کي یي د اسراییلو له صدراعظم بنجمن نتیاهو سره د سولې د خبرو د بیا پیل کولو په اړه هم وکتل.

د پنجشنبې په ورځ به جمهور رییس بارک اوباما به د ملګرو ملتونود هغې غونډې مشري وکړي چی د هستوي وسلو د نه پراختیا او بي وسلو کولو په مسلو به خبري وکړي.

په رواني اوونۍ کي به د شلو سترو صنعتي هیوادوو مشریزه غونډه هم د امریکا په سنت پیترز برګ ښار کی جوړه شي.
XS
SM
MD
LG