د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

کرزي: د ایتلافي حکومت جوړول کومه معني نه لري


افغان ولسمشر حامد کرزي د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو له اعلان نه یوه ورځ وروسته په یوه خبري غونډه کې په څرګند ډول وویل، چې د ایتلافي حکومت جوړول کومه معنې نه لري خو البته بیا به هم د ملي مشارکت پر بنسټ یوداسې حکومت جوړ کړي، چې د ده په وینا د افغانستان ټول خلک په کې ځان وویني:

"انتخابات د دې لپاره ترسره شول، چې یو څوک بریالې شي او نور هم په ترتیب سره خپلې راېې واخلي.دلته د ایتلافي حکومت جوړول کومه معنې نه لري. که چیرې موږ ایتلافي حکومت جوړولو نو انتخابات مو ولې وکړل، په سلګونو میلیونه ډالره مو ولې ولږول، دا مرګ ژوبله د څه لپاره وه، دا ملي زیانونه د څه لپاره وو. هو ملي مشارکت سمه خبره ده او دا د افغان ولس غوښتنه ده.
د پخوا په څیر د دغه ولس د خیر او فلاح لپاره به د یو داسې حکومت د جوړولو هڅه وکړو، چې د افغانستان ټول خلک په کې ځان وګوري او د ټول افغانستان هنداره وي."

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې په انتخاباتو کې بهرنۍ لاس وهنو ته هم اشاره وکړه او وی ویل، چې دوی باید د افغانانو د رایو په وړاندې غیر مسولانه چلند ونه کړي.

ښاغلي کرزي له نړیوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې د یو با ثباته حکومت د جوړولو لپاره هڅه وکړي، چې د ده په وینا وکولاې شي شته ستونزې هوارې کړي.

ولسمشر کرزي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د رسنیو د راپورونو له مخې ځینې لویدیځې کړۍ، چې له ولسمشر کرزي سره په مخالفت کې دي، په افغانستان کې د واک د ویشلو لپاره د یو ایتلافي حکومت د جوړولو په هڅه کې دي.

ښاغلي کرزي دا تاید کړه، چې له لویدیځو هېوادونو سره د ځینو مسایلو په سر ستونزې لري خو هغه دا واضح کړه، چې دا ستونزې د اړیکو په برخه کې نه دي.

په عینې حال کې د ولسمشر کرزي نږدې رقیب ډاکټر عبداله هم، چې په همدې ورځ يې یوې خبري غونډې ته وینا کوله دا واضح کړه، چې له هیچا سره ایتلافي حکومت جوړ نه کړي.

هغه وویل، چې دې په افغانستان کې د یو بدلون په هڅه کې دې او خلکو هم ورته د همدې مقصد لپاره راېې ورکړي.

په افغانستان کې د ایتلافي حکومت د جوړولو په اړه دا اوازې وروسته له هغې پورته شوې، چې په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو راپورونه ورکړل شول.

د اروپايې څارونکو ډلې بیا په انتخاباتو کې یو نیم میلیونه راېې مشکوکه وبللې او وی ویل، چې دا راېې د ولسمشر کرزي ډاکټر عبداله او رمضان بشر دوست په پلوۍ اخوا دې خوا شوي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمسیون وايي چې نړیوال څارونکي د داسې رقم د خپرولو حق نه لري.
XS
SM
MD
LG