د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

نجفي: د رايو د بيا شمېرلو صلاحيت يو ارګان ته هم نه ورکول کیږي


ښاغلي نجفی وایې چې د انتخاباتو د بیا شمېرل به یواځې دوي شمېري
ښاغلي نجفی وایې چې د انتخاباتو د بیا شمېرل به یواځې دوي شمېري
دا څرګندونې وروسته تر هغې كيږي چې د افغانستان د انتخاباتو د رايو د بيا شمېرلو پر سر په كابل كې د ملګرو ملتونو د سازمان د خاص استازي او د هغه د مرستيال تر منځ د اختلافاتو د پيدا كېدو راپورونه خپاره شول.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا رييس داود علي نجفي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل چې د رايو د بيا شمېرلو صلاحيت د انتخاباتو په قانون كې څرګند دى:

"د قانون له مخې يوازينې مرجع چې كولاى شي د انتخاباتو كميسيون ته ووايي چې رايې بيا وشميري هغه د انتخاباتي شكايتونو كميسيون دى."

كه څه هم په كابل كې د يونما د دفتر چارواكي په رسمي توګه د رايو د بيا شمېرلو غوښتنه نه ده كړې خو ځينو ډپلوماتيكو منابعو رسنيو ته ويلي دي چې د رايو د بيا شمېرلو پر سر په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د سازمان د خاص استازي او د هغه د مرستيال تر منځ يو لړ اختلافات پيدا شوي.

ويل شوي چې كاى ايډه د زرو مركزونو خو د هغه مرستيال پيټرګالبرات د پنځوزرو مركزونو د رايو د بيا شمېرلو غوښتنه كړې، چې د همدې موضوع پر سر د هغوى تر منځ لفظي شخړې شوي او كاى ايډه له خپل مرستيال نه غوښتي چې له افغانستان څخه ووځي.

د افغانسان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي خاص استازي كاي ايډه له خپل مرستيال سره د يولړ اختلافاتو پيداكېدل تاييد كړي خو د علت په اړه يې لا تر اوسه څه نه دي ويلي.

په كابل كې د يونما يوه وياند نظيف الله سالارزي د رايو د بياشمېرلو په اړه د دې ادارې د غوښتنې په اړه وويل:

"په دې برخه كې موږ ته دا نه ده مهمه چې رايې شمېرل كيږي او كه نه مونږ ته چې څه مهم دی هغه دا دی چې قانون بايد تطبيق شي.

دا موضوع به پريږدو د انتخاباتو اړوندو ارګانونو ته چې پرې كار وكړي، هغه څه چې يونما يې غواړې هغه د انتخاباتو نتايج دي، چې خلكو ته د اعتبار وړوي."

د رايو د ځينو مركزونو د رايو د بيا شمېرلو او باطلېدو په اړه غوښتنې په داسې حال كې د ډيريدو په حال كې دي، چې د انتخاباتو خپلواك كميسيون ويلي دي، چې د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون له خوا په كندهار، پكتيكا او غزني ولايتونو كې څه باندې نهه ويشت زره رايې باطلې اعلان شوي.

په عين حال كې د انتخاباتي شكايتونو كميسيون هم څرګنده كړې، چې په انتخاباتو كې د درغليو له امله به لس فيصده رايې بيا وشمېرل شي.
XS
SM
MD
LG