د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

نور: د تخنیکي ستونزو له امله د انتخاباتو د نتایجو اعلان وځنډېده


ښاغلي نور نتایجو په اعلان کې د ځنډ اساسي علت د دوی ځینې تخنیکي ستونزې دي
ښاغلي نور نتایجو په اعلان کې د ځنډ اساسي علت د دوی ځینې تخنیکي ستونزې دي

په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو له انتخاباتو نه کابو یوه میاشت تیریږي خو تراوسه يې لومړني نتایج نه دي اعلان شوي.

د انتخاباتو خپلواک کمسیون وايي، چې د نتایجو په اعلان کې د ځنډ اساسي علت د دوی ځینې تخنیکي ستونزې دي او هڅې روانې دي، څو هغه هوارې شي.

د دغه کمسیون ویاند نور محمد نور ازادۍ راډیو ته وویل، چې د انتخاباتو خپلواک کمسیون د خپل پروګرام له مخې کار کوي او د ده په وینا د ځینو ولایتونو د رایو په اړه د پیدا شویو تخنیکي ستونزو تر هواري وروسته به ژر تر ژره لومړني نتایج اعلان شي.

"کومه تخنیکي ستونزه چې رامنځته شوې، د دوه سوه شاوخوا فورمې چې موږ ته را رسیدلې دي د ګڼو ستونزو سره مخ دي، دا په دې معنی، چې د محلاتو کوم کوډ، چې مونږ په پام کې نیولی و، هغه په سمه توګه لږول شوې نه دې.

موږ له ولایتي دفترونو سره تماس نیولی څو په دې اړه څیړنه وشي او بیا دا پروسس شي، نو زه فکر کوم، چې د لومړنیو نتایجو په اعلان کې د ځنډ همدا علت دی."

د رایو د قسمي نتایجو اعلان ښۍ، چې افغان ولسمشر حامد کرزی له خپلو نورو سیالانو نه کافي مخکې روان دی او ان پر خپلې څوکۍ د پاتې کېدو لپاره يې د پنځوس جمع اکثریت هم لا پخوا پوره کړی دی.

خو په هېواد کې ځینې څارونکي د ولسمشر دا بریا د لویدیځ لپاره نه منونکي بولي او وايي، چې د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو په اعلان کې د ځنډ اصلي سبب د لویدیځو هېوادونو فشارونه دي، څو پر حامد کرزي خپل شرایط وتپي او یا لږ تر لږه هغه د یو ايیتلافي حکومت جوړولو ته اړباسي.

د ویسا ورځپاڼې مسوول مدیر زوبیر شفیقي هم د ورته نظر خاوند دی او وايي:

"دلته د نړیوالې ټولنې ځیني اړخونه په انتخاباتو کمیسیون باندې فشار ورادوي چې دوی د انتخاباتو نتیجې وځنډوي تر هغه وخته پورې چې په ولسمشر کرزي باندې فشارونه راوړي."

د لومړنیو نتایجو په اعلان کې د ځنډ په اړه دا بحثونه په داسې حال کې روان دي، چې د انتخاباتي شکایتونو کمسیون ویلي دي، چې د ممکنه درغلیو له امله باید د هېواد د رايې اچونې د لسو فیصدو مرکزونو رایې له سره وشمیرل شي.

په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ورځ د رایې ورکولو ۲۶۳۰۰ مرکزونه پرانستل شوي وو، چې د انتخاباتي شکایتونو د کمسیون په وینا ۲۵۰۰ زره يې د ټولو مرکزونو لس فیصده جوړوي.

تر دې مخکې هم دغه کمسیون د ځینو هغو سیمو د رایو د بیا شمېرلو سپارښتنه کړې، چې په رای اچونه کې د خلکو ګډون سل په سلو کې ښيي او یا کوم کاندید له پنځه نوي فیصدو زیاتې رایې ترلاسه کړې وي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمسیون په وینا دوی ته په انتخاباتو کې د درغلیو او سرغړونو له دوو زرو نه زیات شکایتونه ورسیدلي، چې کابو اووه سووه يې پر نتایجو اغیزه لرلې شي.

په داسې حال کې، چې په هېواد کې دننه او بهر ځینو کړیو د درغلیو په اړه کافي شور جوړ کړی او شوي انتخابات په یو نه یو ډول تر پوښتنې لاندې وړي خو عمومي سپارښتنه داده، چې د انتخاباتو خپلواک کمسیون ته باید موقع ورکړلی شي څو خپل کار بشپړ کړي.

XS
SM
MD
LG