د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايې دوى په ډيپلوماسۍ او بهرنيو اړيكو پورې اړوندو كارونو ترڅنګ د هېواد كلتوري پياوړتيا او پرمختګ ته هم لومړيتوب وركړى دى.
د بهرنيو چارو وزير ډاكتر رنګين دادفرسپنتا چې د سې شنبې په ورځ يې په كابل كې د دې وزارت د ستراتيژيكو مطالعاتو د مركز له لوري د پنځو خپرو شويو كتابونو د مخكتنې په غونډه كې خبرې كولې، وويل د دغه وزارت د مسوول په توګه يې په تېرو درېيو كلونو كې هڅه كړې چې د علمي او كلتوري غونډو په جوړولو او كتابونو په خپرولو سره په هېواد كې د علم زده كړې ته وده وركړي:
"په افغانستان كې ډيموكراسي، بشر حقوق، د مډرنې ډيپلوماسۍ تاسيس، سوله په اسلامي تفكركې او د امير حبيب الله خان له سلطنت څخه د سردار محمد هاشم خان ترصدارت پورې، پنځه كتابونه د بهرنيو چارو وزرات د ستراتيژيكو مطالعاتو د مركز له خوا ليكل شوي او خپاره شوي دي"
د ستراتيژيكو مطالعو د مركز چارواكي وايي په پلان كې ده چې په نوي كال كې د دې وزارت له لوري د نورو كلتوري غونډو او د هېواد د شخصيتونو په اړه د علمي غونډو د جوړلو په نتيجه كې پنځلس نور كتابونه هم خپاره كړي.
د دغو كلتوري هڅو په لړ كې به په كندهار كې د وسلوالو طالبانو له لوري د ښځو د چارو د وژل شوې ريسې ارواښادې صفيې عمه جان په نوم يو كتابتون هم جوړ كړي.
د یاودنې وړ ده چې افغانان د بهرنیو چارو له وزارت څخه د کتابونو پر چاپ سربېره تر دې سترې هېلې لري ، ځکه دا مهال وړی فرهنګي ټولنې هم هر کال په لسګونو ټوکه کتابونه خپروي. په داسې حال کې چې هېڅ ډول دولتي بودیجه او ملاتړ نه لري.