د بريتانيا د وسلوالو ځواكونو لوى درستيز افغان ولسمشر حامد كرزي ته په كتنه كې وويل چې د افغان پوځونو له روزنې او سمبالولو سره به پوره مرسته كوي.
د جمهور رئيس د وياند مرستيال سيامك هروي وايي د بريتانيا لوى درستيز ډېوېډ ريچارډز دغه راز د خپل هېواد په استازيتوب ژمنه وكړه چې د افغاني ځواكونو سمبالولو او روزلو ته به جدي پام كوي:
”د بريتانيا د وسلوالو ځواكونو لوى درستيز ژمنه وكړه چې د ډېر وخت لپاره به د افغانانو تر څنګ وي، د بيارغونې او د امن په برخه كې به خپلو مرستو ته دوام وركوي.
دغه راز پر دې خبرې وشوې چې افغان امنيتي ځواكونه د امن د ټينګولو لپاره تر ټولو ښه انتخاب دى، ځكه نو ژمنه وشوه چې پر افغان امنيتي نهادونو به زياته پانګه ولګول شي.“
له جمهوري رياست څخه په دې اړه خپره شوې اعلاميه كې راغلي چې ولسمشر حامد كرزي د بريتانيا د مرستې مننه كړې، چې د بيارغونې، پوځي چارو او نورو برخو كې يې زياتې هلې ځلې كړي.
تر دې مخكې د بريتانيا صدارعظم ګوردڼ براون هم افغانستان ته سفر درلود چې په هلمند كې يې له بريتانيو پوځيانو سره هم كتنه درلوده.
بريتانيا تر امريكا وروسته د افغانستان ستر مرستندوى هېواد دى چې د بيارغونې تر څنګ په پوځي برخه كې هم همكاره ده او په زرګونو عسكر يې په هلمند كې مېشت دي.